د نیویارک د ټاکل شوي مسلمان ښاروال مېرمنه 'راما دواجي' څوک ده؟

په دې عکس کې زهران ممنداني خپله مېرمنه پر مخ ښکلوي.

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, ماکس ماتزه
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

راما دواجي به په ۲۸ کلنۍ کې د نیویارک ښار تر ټولو ځوانه لومړۍ مېرمن شي، ځکه چې مېړه یې زهران ممداني د ښاروالۍ ټاکنې ګټلې دي.

منتخب ښاروال د خپلې بریا په وینا کې د خپلې مېرمنې، چې ترڅنګ یې ولاړه وه، ځانګړې یادونه وکړه.

هغه خپله ښځه په 'راما حیاتي' مخاطبه کړه او په عربي کې د "حیاتي" معنا "زما ژوند" دی.

زهران زیاته کړه: "تر دې بل غوره کس نشته چې زه وغواړم په دې شېبه او هره شېبه کې ورسره واوسم."

نیویارک کې مېشته هنرمنده، دوواجي په خټه سوریایۍ ده. د هغې ډېری اثار د منځني ختیځ د موضوعاتو رنګ لري.

د نوموړې اثار پر بي‌بي‌سي نیوز، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او د لندن په ټیټ ماډرن موزیم کې خپاره شوي دي.

ممداني د مې ۱۲مه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي و چې دوی درې میاشتې مخکې واده کړی.

هغه زیاته کړې وه: "راما یوازې زما مېرمن نه ده. بلکې یوه فوق‌العاده هنرمنده او د خپلو ځانګړنو له مخې د پېژندلو مستحقه ده."

دواجي د دغه پيغام په تبصره کې د ټوکې په ډول ولیکل: "زما خدایه – دا واقعآ همداسې ده".

دوی دواړو د ملګري موندلو یا ډېټېنګ په هېنج اپ کې سره پېژندلي وو.

وروسته ممداني له بلوارک سره په یوه مرکه کې وویل: "لا هم دغو ډېټېنګ اپونو پورې هیلې تړل کېدای شي."

هغه د خپل مېړه د کمپاین د پیل ورځو شپو کې ډېره کمه لیدل کېده. مخالفانو یې همدې ته په کتو ادعا کوله چې ګوندې د نیویارک د ایالتي اسمبلۍ دغه ۳۴ کلن غړی خپله ښځه "پټوي".

د دواجي نه رامخ ته کېدو ته ځکه د ډېرو خلکو پام اوښت چې په امریکا کې نوماندان اکثرآ د دې لپاره خپلې مېرمنې رامخې ته کوي چې د کورنۍ ارزښتونو ته خپله ژمنتیا وښيي.

 Rama Duwaji at a polling station in Astoria, Queens

د عکس سرچینه، Getty Images

ممداني تېره مې میاشت له عام محضره د ده د ښځې د غیابت نیوکو ته د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ځواب ووایه او د خپل واده عکسونه یې خپاره کړل.

نوموړي ولیکل: "که تاسو نن یا هر وخت ټویټر وګورئ، نو پوهیږئ چې سیاست څومره بې رحمه کېدای شي. زه معمولا دا ډول شیان ردوم که هغه د مرګ ګواښونه وي یا زما د شړلو غوښتنه. خو کله چې د داسې خلکو په اړه وي چې مینه ورسر لرئ، دا بیا توپیر لري ... کولی شئ زما نظر نقد کړئ، خو زما کورنۍ نه."

د سي‌این‌این په وینا دواجي د دې پر مېړه د انتقادونو بوج له ډېرېدو سره سره غوره ګڼله چې له عام محضره څنډې ته پاتې شي، خو ویل کېږي نوموړې د پردې تر شا فعاله محرکه او هڅانده وه.

سي‌اېن‌اېن زیاتوي چې دواجي د هغو کسانو له ډلې وه چې د ممداني د برانډ هويي یې چې ژېړ، نارنجي او نیلي رنګه کمپایني موادو پکې کارول شوي، جوړ کړ.

دواجي د ټېکزاس په هوسټن کې زېږېدلې، په نهه کلنۍ کې دوبۍ ته لاړه او وروسته یې په قطر کې زدکړې وکړې.

د عربي رسنیو په وینا، د هغې مور او پلار د سوریې مسلمانان او په خټه د دمشق دي.

دواجي که څه هم تر ډېره د کمرې له سترګو پناه پاتې کیږي، خو ګڼو ملګرو یې په مرکو کې یادونه او د ممداني په اداره کې یې د هغې د رول په اړه اټکلونه کړي دي.

د دواجي یوه ملګري، حسنین بهټي، تېره میاشت نیویارک ټایمز ته وویل: "هغه زموږ د اوسني پېر شهزادګۍ ډیانا ده."

نیویارک پوسټ یې د نور ملګرو په حواله ویلي، چې نوموړې دې ته لیواله خو هم مهاله حساسه ده چې ډېر پام ور اوښتی دی.‌

دواجي د ویرجینیا له کامن‌وېلت پوهنتونه فارغه شوې او د نیویارک ښار د بصري هنرونو ښوونځي کې یې د انځورګرۍ برخه کې ماسټرۍ کړې ده.

د هغې ډیری کار په تور او سپین کې دی او د عربي نړۍ صحنې انځوروي.

د ممداني د کمپاین ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي، چې راما دواجي په ټیکزاس کې زېږېدلې او له خټه د سوریایۍ ده.

په ۲۰۲۲ کې د هغې یو مستند فلم "زما نیکه چا وواژه" پر بي‌بي‌سي نړیوال سرویس ښودل شوی و. دواجي‌ دغه مستند کې ۱۹۷۴ کال د یوه یمني سیاستوال وژنه څېړلې.

ممداني د خپلې مېرمنې لاس ښکلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغې جوړې په یو ډیټینګ اپ کې یو بل سره اشنا شوي وو.

پر انسټګرام د هغې ځینې خپاره شوي کارونه پر "امریکایي امپریالیزم" نیوکه کوي. هغې د "اسرائیل جنګي جرمونه" او د فلسطینیانو "نسل وژنه" غندلې، هغه څه چې د نوموړې د مېړه د پالیسۍ دریځ منعکسوي.

د یادونې ده چې اسرائیل په غزه کې د نسل وژنې تورونه په کلکه ردوي.

د هغې له کاره داسې ښکاري چې د کولمبیا پوهنتون د فارغ التحصیل محمود خلیل ملاتړ کوي چې د ټرمپ اداره یې د دې ادعاوو له کبله د شړلو هڅه کوي چې ګوندې د فلسطینیانو حقونو لپاره د نوموړي هڅې له یهودانو سره "دښمني" ده.

دواجي اپریل کې ینګ ویبپاڼې سره یوه مرکه کې وویل چې د کورونا ویروس وبا ډېره موده یې په دوبۍ کې چې کورنۍ یې هلته اوسي، تېره کړې ده.

په مرکه کې له هغې منځني ختیځ کې د وروستیو پېښو، سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ د راستنېدو او د کډوالو خلاف د چاپو ډېرېدو په اړه هم پوښتنې وشوې.

هغې وویل: "زه دروغ نه وایم، اوس مهال نیویارک ښار پر شیانو سیوری غوړېدلی... زه خپلو ملګرو او کورنۍ لپاره اندیښمنه یم."

هغې زیاته کړه چې "ډېری خلک د ویرې له کبله تر فشار لاندې او غلي دي. زه د هغه څه په اړه یوازې خپل غږ کولی شم چې په امریکا، فلسطین او سوریه کې پېښېږي."

له دواجي د نړیوالو مسلو په اړه د هنرمندانو د غبرګون ښودلو مسؤلیت په اړه هم وپوښتل شول.

هغې د سازغږوونکې نینا سیمون په حواله وویل: "تر هغې چې زه پوهېږم، د یوه هنرمند دنده دا ده چې وخت منعکس کړي."

نوموړې زیاته کړه: "زه باور لرم چې هر څوک د بې عدالتۍ پر وړاندې د غږ پورته کولو مسؤلیت لري او هنر دا وړتیا لري چې خپور یې کړي."

"فکر نه کوم چې هر څوک باید سیاسي کار وکړي، خو هنر چې څنګه جوړیږي، تمویلیږي او شریکیږي،‌ په طبیعي ډول سیاسي دی. ما لپاره ان له هغو وحشتونو چې موږ یې ګورو،‌ د پناه په توګه د هنر پنځول هم سیاسي دي. دا شاوخوا نړۍ ته زموږ غبرګون دی."