سږنی کانکور: 'افغانستان کې لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته له سلو زرو ډېر هلکان لار مومي'

د عکس سرچینه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانکور ملي ادارې د ۱۴۰۴ لمریز ښونیز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، چې له پنځوس سلنې زیاتو ګډونوالو یې نېغ په نېغه د لوړو او نیمه لوړو زدکړو بنسټونو ته لار موندلې ده.
په همدې تړاو کابل کې جوړې شوې غونډه ته د طالبانو حکومت د ازموینو د ملي ادارې چارسنبالي مشر عبدالباقي حقاني وویل، سږ کال په دغه ازموینه کې "یو لک او ۵۴۸ کسانو ګډون کړی و چې له ډلې یې ۵۱ زره او ۱۸۱ کسانو لوړو او نیمه لوړو زدکړو موسسو ته لاره موندلې ده."
ښاغلي حقاني وویل، د کانکور په سږنیو ازموینو کې د "تېرکال پرتله د ګډون کوونکو شمېر ۲۰ زره لوړ شوی" او زیاته یې کړه چې دا له زدکړو سره د افغانانو د لېوالتیا ښکارندويي کوي.
ښاغلي حقاني وویل چې "دوی سږ کال د لوړو زدکړو موسسو ته د ۷۷ زره محصلانو او نیمه لوړو زدکړو موسسو ته د څه کم ۳۴ زره محصلانو د جذبولو وړتیا لري" او ډاډ یې ور کړ چې د کانکور ازموینې ټول ګډونوال به ورته جذب کړي.
په انلاین بڼه نوملیکنه
د ازموینو د ملي ادارې سلاکار پوهنیار یما امان د طالبانو د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د شریکولو په پروګرام کې وویل، د ۱۴۰۴ د کانکور په عمومي ازموینه کې په لومړي ځل ټولو زده کوونکو په انلاین بڼه نوملیکنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، د کانکور د پوښتنو بانک ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او په سږنۍ کانکور ازموینه کې ۴۰ زره معیاري پوښتنې ور زیاتې شوې دي.
د ۱۴۰۴ لوړې نومرې
د کانکور عمومي ازموینې د پایلو له مخې، سږ کال سید موسی د ۳۵۶ اعشاریه ۵۷۴ نومرو په ترلاسه کولو عمومي اول نومره اعلان شو.
محمد نذیز د ۳۵۶ اعشاریه ۵۷۴، همزه د ۳۵۳ اعشاریه ۵۳۳، عظمت الله د ۳۵۳ اعشاریه ۲۸۳ او واکمن د ۳۵۳ اعشاریه ۲۸۳ نومرو په تر لاسه کولو په ترتیب سره له دویم تر پنځم مقامونه ګټلي دي.
دوی ټول د کابل د دولتي او خصوصي ښوونځیو فارغان دي چې بېلابېلو ولایتونو کې یې خپلو غوره کړو پوهنځیو ته لاره موندلې ده.
د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې همدارنګه د دیني مدرسو د طالب علمانو د کانکور ازموینې پایلې هم اعلان کړې چې فیصل د ۳۱۶ نومرو په ترلاسه کولو عمومي اول نومره اعلان شوی دی.
قسیم الله د ۳۱۲، جلال احمد د ۳۰۶، وحیدالرحمن د ۳۰۳ او محمد عماد د ۲۹۶ نومرو په تر لاسه کولو په ترتیب سره له دویم تر پنځم مقامونه خپل کړي دي.
د دوی په ډله کې هم له لومړي تر څلورم مقام ګټونکي د کابل له دولتي او خصوصي مدرسو او پنځم مقام ګټونکی د هرات له یوې دیني مدرسې فارغ دی چې بېلابېلو ولایتونو کې د خپلې خوښې پوهنځیو ته کامیاب شوي دي.
سږ کال درېیم پرلپسې کال دی چې د کانکور په ملي ازموینو کې د نجونو پر ګډون بندیز لګول شوی دی.
په افغانستان کې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اول نومره ګانې نجونې وې.
د وړم کال د کانکور عمومي اول نومره محمود منصوري بي بي سي ته ویلي و، که نجونو ته کانکور کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وای، ښايي بیا هم کومه نجلۍ اول نومره شوې وای.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو راهیسې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګې پورته له ښوونځیو او د ۲۰۲۲ کال له وروستیو راهیسې پوهنتونونو ته له تګ راګرځولې دي.
په دوی کې داسې نجونې هم شته چې د پوهنتون د وروستي کال درسونه یې نیمګړي پاتې شول او فارغې نه شوې.
طالب ویاندویان که څه هم وايي چې د نجونو زدکړو لپاره د زمینې پر برابرولو کار کوي، خو عملآ په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.
له ډېرو سره اندېښنه دا ده چې که په افغانستان کې نجونې له زده کړو همداسې په څنډه وساتل شي، د افغانستان راتلونکی به له سختو ننګونو سره مخ شي او ان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو موندل به هم اسانه چاره نه وي.
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده په خپلو وروستیو ویناوو کې د نجونو د زده کړو په تړاو له خپلو تګلارو په یوه ډول دفاع کړې، که څه هم ځینې ټیټ پوړو مشرانو یې پر دغه پرېکړه نیوکې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی چې په سیاسي بهیرونو کې د طالبانو یو مخکښ استازی بلل کېده، د نجونو په تړاو د خپل مشر له لوري پر لګول شویو محدودیتونو د نیوکو له امله، دا څوومه میاشت ده چې له هېواده بهر کورناستی دی.
په نړیواله کچه هم د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کېږي چې د هېواد لویه برخه وګړي یې له زدکړو بې برخې کړي دي.










