اسرائیل په ډيلي کې خپل سفارت ته نژدې له چاودنې وروسته خپل وګړو ته د سفر نوې لارښوونې کړې

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیل له هغه وروسته په هند کې د خپلو وګړو لپاره د سفر نوې سلا، مشورې ورکړې، چې پلازمېنه ډیلي کې د اسرائیل سفارت ته نژدې یوه کمزورې چاودنه وشوه.

دا چاودنه د سې شنبې پر ورځ مازدیګر مهال د پلازمېنې‌ ديپلوماتیکه سیمه چانکیا پوري کې وشوه. چاودنه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی، خو پولیس وايي، د پېښې ځای کې یې چرې موندلې دي او د دې پېښې په تړاو د معلوماتو راټولول یې پیل کړي دي.

اسرائیلي چاروکو بیا له خپلو اتباعو غوښتي چې له ګڼې، ګوڼې ډکو بازارونو او مارکیټونو ته له ورتلو ډډه وکړي او دغه راز په داسې مراسمو کې له ګډون کولو ډډه وکړي، چې ګڼه، ګوڼه پکې زیاته وي. اسرائیل چارواکو ویلي، دا شوني ده، چې دا یو برید و او کېدای شي داسې پېښې تکرار شي.

د اسرائیلي امنیت مرکز (این اېس ایچ) په یوه خبرداري کې له هند او په ځانګړې توګه له ډیلي مېشتو اسرائیلیانو غوښتل شوي، چې په عام محضر کې د اسرائیلي نښانونو له څرګندولو او دغه راز پر خواله رسنیو د خپل سفر له جزیاتو خپرولو ډډه وکړي.

تېره میاشت همدې ادارې په یوه ورته خبرداري کې ټولو اسرائیلیانو ته ویلي و، چې بهر ته پر تلو له سره غور وکړي او هغه چې د اړتیا له مخې بهر ته ځي باید په غزه کې د روانې جګړې له کبله خپله یهودي پېژندګلوي له څرګندولو ډډه وکړي.

بل لور په ډیلي کې هندي چارواکو ویلي، د اسرائیلي سفارت او د دې هېواد نورو اړوند املاکو په شاوخوا کې یې امنیتي تدبیرونه زیات کړي دي.