فلسطینی ماشوم څنګه غزه کې له مرګ وروسته خورا مشهور شو؟

عوني

د عکس سرچینه، FACEBOOK

    • Author, الیس کډي
    • دنده, بي بي سي نیوز، بیت المقدس

د عوني الدوس له مړینې وروسته، د هغه خوبونه رښتیا شول. په یوه ویډیو کې چې د ۲۰۲۲ اګست کې خپره شوې، هغه یو مایکروفون په لاس کې نیولی او موسکا کوي ځکه چې هغه د خپل یوټیوب لوبو چینل لپاره خپلې هیلې اعلانوي.

هغه وايي: "نو اوس خلکو، اجازه راکړئ چې خپل ځان معرفي کړم: زه د غزې یو فلسطینی یم، چې عمر مې ۱۲ کاله دی. د دې چینل موخه دا ده چې ۱۰۰،۰۰۰ ګډون کوونکي، ۵۰۰،۰۰۰ یا یو میلیون ته ورسېږي."

هغه د دې لنډې وېډیو له پای ته رسولو مخکې خپلو ۱۰۰۰ مینه والو ته وايي: "سوله".‌

یوازې یو کال وروسته، عوني یو له لومړنیو فلسطیني ماشومانو څخه شو چې په جګړه کې ووژل شو.

خپلوان یې وايي چې د عوني د کورنۍ کور د اکتوبر په اومه څو ساعته وروسته له هغې چې د حماس وسله والو د پولې په اوږدو کې اسرائیل ته ننوتل، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، د اسرائیلو په برید کې وویشتل شو.

د عوني ویډیو اوس میلیونونه ځله کتل شوې - او نورې ویډیوګانې چې هغه په بې غږه کمپیوټري لوبې کوي ملیونونه نور کتونکي لري. نژدې ۱٫۵ میلیون خلکو د هغه یوټیوب چینل سبسکرایب کړی.

د خپلې ترور، علاء لپاره، هغه یو خوشحاله، ډاډمن او مرستندوی هلک و او هغې ته به یې ور پرانیسته. د کورنۍ بل غړي یې له کمپیوټر سره د عوني د مینې له امله هغه ته "انجنیر غوني" ویل.

د نورو لپاره، دا ۱۳ کلن لوبغاړی یو ډول سمبول ګرځېدلی، چې د غزې په تړانګه کې د وژل شویو ماشومانو استازیتوب کوي. "مهرباني وکړئ موږ وبښئ،" د هغه په ویډیو کې یوه تبصره ده: "کاش موږ ته له مرګه مخکې پېژندلی وای."

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې هلته تر ۲۰ زره ډېر کسان وژل شوي چې له درېیمې برخې ډېر یې ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) دا "په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای" بللی دی.

'دا ناڅاپه و'

د عوني کورنۍ

د عکس سرچینه، FAMILY HANDOUT

د عکس تشریح، عوني (ښۍ خوا) له خپلو خویندو او وروڼو سره چې ټول د اسرائیلو بمبارۍ کې ووژل شول

د حماس د برید په ورځ، لکه څنګه چې اسرائیلو غچ اخیستل پیل کړل، علاء وپتېیله چې د غزې په ښار کې د هغې پلرنی کور ویجاړوي. په هغه شپه، شاوخوا ۲۰:۲۰ بجې، د هغې تیلیفون د ملګرو له پیغامونو سره روښانه شو: د عوني د پلرنی کور ویشتل شوی.

د زیتون په ګاونډ کې د درې پوړیزې ودانۍ په هر پوړ کې کورنۍ اوسېدله. عوني له خپل مور او پلار، دوو مشرو خویندو او دوو کشرانو وروڼو سره په یوه پوړ کې ژوند کاوه.

دغه بمبار د اکتوبر په میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان لخوا هم مستند شوی و.

د عوني تره محمد وويل: "دوه بمونه ناڅاپه د ودانۍ پر سر ولګېدل او چت ړنګ شو. زما مېرمن او زه نېکمرغه وو چې ژوندي پاتې شوو، ځکه چې موږ په پورتني پوړ کې وو."

هغه او یوه ګاونډي دواړه وویل چې دوی هېڅ خبرداری نه دی ترلاسه کړی. ګاونډي وویل: "دا ناڅاپه و."

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (IDF) د دې ځانګړي برید په اړه تبصره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې دا پوځي هدفونه په نښه کوي او دا چې حماس "له نږدې او ورڅېرمه او ګڼ مېشتو سیمو څخه عملیات کول".

'هغه فالوورز او مینه وال غواړي'

د ویډیو تشریح، فلسطینی ماشوم څنګه غزه کې له مرګ وروسته خورا مشهور شو؟

علاء نه غوښتل په هغه پیغامونو باور وکړي چې هغې ترلاسه کړي وو. مګر له وای فای سره له نښلېدو وروسته، هغې ولیدل چې د کورنۍ نږدې ملګري د هغې د ورور عکس په ټولنیزو رسنیو کې د سرلیک سره شریک شوی و: "په آرام خوب ویده شه." هغه روغتون ته ورغله.

هغه د غزې له جنوب څخه – چې اوس له هغه ځایه بې ځایه شوې ده په یوه فیسبوکي پیغام کې وايي: "هغوی له ما څخه وغوښتل چې جسدونه وګورم، خو مېړه مې انکار وکړ... هغه غوښتل چې زه د دوی ښکلي مخونه - کله چې ژوندي وو را یاد کړم."

علاء وايي چې په هغه شپه د هغې د کورنۍ ۱۵ غړي وژل شوي چې په دوی کې عوني هم و.

علاء وايي عوني یو آرام او مرستندوی هلک و. د هغه پلار د کمپیوټر انجینر و او علاء وايي چې تر هغه وخته پورې چې د هغې په یاد دي، عوني به د خپل پلار کارونه زدکول، لپ ټاپونه به یې پرانیستل او بیا به یې د یوځای کولو هڅه کوله.

عوني په خپله فیسبوک پاڼه کې شریک شويو عکسونو کې، د تورې تختې مخې ته ولاړ دی او د کمپیوټر مدر بورډ یې خپلو ملګرو زدکوونکو ته پاس نیولی، ځکه چې هغه د "کوچني ښوونکو" پروګرام د یوې برخې په توګه د ټیکنالوژۍ درس مخته وړه. د هغه د ښوونځي په فیسبوک پاڼه کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې هغه ډېرې جایزې ګټلي.

د هغه له مړینې لږ وروسته، د هغه یوه ښوونکي له عوني سره یو عکس شریک کړ، چې وايي دا هلک به "تل موسکی" و.

عوني له خپل ښوونکي سره

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، عوني له خپل ښوونکي سره

علاء وايي له ښوونځي بهر عوني له خپلې کورنۍ سره د وخت تېرول خوښول. علاء له عوني او د هغه له خپلوانو سره یوه ثبت شوې وېډیو ګوري چې چپس او چاکلېټ پکې له یو بل سره شریکوي او وايي دا "ډېره ښکلې شپه وه.

هغې عوني له مګر مخکې وروستی ځل درې اونۍ دمخه د ګډې سهارنۍ خوړلو پرمهال ولید، وايي هلته یې خپل وراره ته وکتل او ویې ویل: "عوني سړی کېږي (لویېږي)."

عوني ډېری وخت له کمپیوټر او لوبو سره مینه درلوده او له هغو یوټیوبرانو سره یې ډېره مینه لرله چې د ده شوق یې پر یو مسلک اړولی دی.

علاء وايي: "هغه غوښتل چې د دوی په څېر وي - فالورز او مینه وال ولري."

عوني خپل چینل د ۲۰۲۰ په جون کې پیل کړ. د هغه ویډیوګانو کې ښکاري چې دی Pro Evolution Soccer, د ګاډو ځغلولو لوبه (Blur) او first-person shooting game Counter-Strike لوبه کوي.

عوني په یوه ویډیو کې له خپل تره سره جوړه د "ځانګړي" منځپانګې ژمنه کوي، په یو غږ وايي: "دا به چاودنه وي."