پنټاګون: د هند سواحلو کې بار وړونکې بېړۍ له ایران نه بېپیلوټه الوتکې ویشتلې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د هند د ګوجرات ایالت په شاوخوا اوبو کې د شنبې په ورځ د بېپیلوټه الوتکې له خوا پر یوه بار وړونکې کښتۍ برید شوی. د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په یوه بیان کې ویلي دي چې دا برید په مستقیمه توګه له ایران نه شوی دی.
د پنټاګون ویاند په یوه بیان کې وویل: "د لایبریا بیرغ لرونکې بیړۍ "کیم پلوټو" چې د جاپان ملکیت دی او په هالنډ کې د یوې کمپنۍ لخوا اداره کېږي، کیمیاوي مواد لېږدول چې په سیمه ییز وخت د سهار په لسو بجو د هند په بحر کې له ساحل څخه د یوې بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه شوې چې له ایران څخه توغول شوې وه."
پنټاګون ویلي چې دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر سوداګریزو کښتیو اوم برید دی.
دا لومړی ځل دی چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې چې د اکتوبر پر اومه د حماس لخوا پر اسرائیلو له برید پیلېدو سره شروع شوې ده، د امریکا متحده ایالات ایران تورنوي چې په مستقیم ډول یې پر یوې سوداګریزې کښتۍ برید کړی.
"وال سټریټ ژورنال" لیکي چې دا کښتۍ د جاپاني شرکت "ریو بریلنټ" ملکیت دی او د "Ace-Quantum کیمیکل ټانکر" شرکت لخوا اداره کېږي چې په اسرائیل کې د بار وړلو لوی شرکت ایډان اوفر پورې اړه لري.
د ایمبري په نوم د سمندري امنیتي شرکت په وینا دغه کښتۍ له سعودي عربستان څخه هند ته روانه وه.
د برید له امله په کښتۍ کې اور ولګېد، خو اوس اور ګل شوی دی. د کښتۍ له عملې څخه -چې ویل کېږي شاوخوا ۲۰ تنه وو، هېڅوک نه دي خوږ شوي.
امریکا وايي، حوثي یاغیانو په وروستیو اونیو کې پر لسو کښتیو له سلو ډېر بریدونه کړي دي. دغه ياغي ډله په ښکاره وايي چې د فلسطينيانو په ملاتړ بريدونه کوي.
د نړۍ یو شمېر لویو بېړیو شرکتونو د بریدونو د خطر له امله سره سمندر کې ټرانسپورټ ځنډولی دی.
تر اوسه څرګنده نه ده چې هند ته څېرمه د شنبې ورځې برید کومې ډلې یا کوم هېواد پر غاړه اخیستی دی.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي سازمان (UKMTO) چې د دې هېواد له اردو سره تړاو لري، مخکې ویلي وو چې دا پېښه د شنبې په ورځ د هند د ویراول ښار سوېل لوېدیځ ته په ۲۰۰ سمندري مایله (۳۷۰ کیلومترۍ) کې شوې ده.
برید د کښتۍ تنه زیانمنه کړه او اوبه په کې راوتلې.
ایمبري وویل، دا پېښه، چې له سره سمندر څخه تر اوسه د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، په داسې سیمه کې رامنځ ته شوې چې دا د ایراني بې پیلوټه الوتکو لپاره د "لوړ خطر سیمه" ګڼي.
د هند سمندري ځواکونو د مرستې لپاره الوتکې او کښتۍ ور استولې دي.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې امریکا پر ایران تور ولګاوه چې په سور سمندرګي کې د یمن د حوثي یاغیانو په سوداګریزو کښتیو بریدونو کې "جدي ګډون" کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاندې اډرین واټسن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "موږ پوهېږو چې ایران په سور سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو پر ضد د عملیاتو په پلانولو کې پراخ لاس لري. دا د حوثیانو لپاره د ایران د اوږدمهاله ملاتړ او په سیمه کې د دوی د بې ثباته کولو کړنو هڅولو سره مطابقت لري".
د شنبې په ورځ ایراني چارواکو له یوې خوا دغه تورونه رد کړل او له بلې خوا یې ګواښ وکړ چې ښايي نورې لارې هم وتړل شي.
ایران د حوثیانو ملاتړ کوي، خو په رسمي توګه دغې ډلې ته د وسلو ورکول ردوي. حوثي یاغیان د یمن د رسمي حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد پلازمېنه او نورې لویې برخې په خپل کنټرول کې لري.











