د یمن حوثي یاغیانو سور سمندر کې د کارګو بېړۍ د برمته کولو ویډیو خپره کړې

د ویډیو تشریح، د یمن حوثي یاغیانو سور سمندر کې د کارګو بېړۍ د برمته کولو ویډیو خپره کړې

د یمن حوثي یاغیانو روانه اوونۍ د سور سمندر سویل کې د یوې کارګو بېړۍ د برمته کولو ویډیو خپره کړې ده.

په دې ویډیو کې ښکاري چې وسله والو سړي له یوې چورلکې پر دې بېړۍ ورکښته کېږي.

دا تصویرونه د دې بېړۍ تر برمته کېدو یوه ورځ وروسته د حوثیانو اړوند په المسیره تلویزیون خپاره شوي.

د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیان وايي دا کښتۍ یې د دې لپاره نیولې چې د اسرائیل اړونده ده.

خو تل ابیب رد کړې د حوثیانو لخوا نیول شوې بېړۍ دې اسرائیلۍ وي.

هممهاله د جاپان حکومت یوه ویاند ویلي، برمته شوې بېړۍ د 'نیپون یونسېن' په نوم د جاپاني ترانسپورتي شرکت اړونده ده.‌