ایران په مېرسر سټریټ بېړۍ برید کې د دوی د لاس لرلو اسناد 'جعلي' وبلل

د عکس سرچینه، Getty Images
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي، د اسرائیلو پر مېرسر سټریټ سوداګریزه بېړۍ برید کې د دغه هېواد د لاس لرلو ادعاوې رد کړې او په دې تړاو یې وړاندې شوي اسناد جعلي بللي دي.
ښاغلي تخت روانچي پر خپل ټویټر لیکلي چې اسرائیل او ملاتړو هېوادونو یې د وروستیو پېښو په تړاو "جعلي اطلاعات" وړاندې کړي دي.
پر مېرسر سټریټ تېل وړونکې بېړۍ دوه اوونۍ وړاندې د عمان سواحلو ته نږدې په ازادو اوبو کې برید وشو.
دغه برید کې د مېرسر سټریټ د عملې دوه غړي چې یو بریتانوی او بل رومانوی و، وژل شوي وو.
تر دې وړاندې بریتانیا حکومت ویلي و له دې بېړۍ سره یوه ۱۳۶ بې پلوټه الوتکه جنګول شوې او دا ډول الوتکې یوازې ایران کې جوړېږي.
له دې سره د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) هم د خپلو څېړنو د پایلو په خپرولو سره د پړې ګوته ایران ته نیولې ده.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي "ایران باید د خپلو کړنو پایله وګوري."
تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ویلي هېواد یې له خپلو شریکانو سره په همغږۍ او د سیمې حکومتونو سره پر مشورو بوخت دی، او ایران به د امریکا، اسرائیل، بریتانیا، رومانیا او نورو هېوادونو له ګډ ځواب سره مخ شي.
مخکې بریتانیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر غونډې وروسته وویل، پر مرسر سټریټ بېړۍ د بې پیلوټه الوتکې له پاتې شونو ښکاري چې دا په ایران کې جوړه شوې او لندن ایران ددې برید عامل ګڼي.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربارا ووډوارډ د امنیت شورا غونډه کې خبریالانو ته وویل: "پوهېږو چې دې برید موخه لرله او حساب شوی برید و."
د هغې په وینا "څه چې پېښ شوي، یو حکومت پر یوه نا پوځي بېړۍ برید کوي، هېڅ توجیه نه لري. له بده مرغه دوه کسان چې یو بریتانوی او بل رومانی دی، له نړیوالو قوانینو د ایران په سرغړونه کې وژل شوي دي".
اغلې ووډوارډ زیاته کړه: "موږ ډاډه یو هغه شواهد چې موږ پر مرسر سټریټ بېړۍ له برید ترلاسه کړي، په ډاګه کوي چې د ایران شاهد ۱۳۶ په نامه بې پیلوټه الوتکې کړی چې دا یوازې په ایران کې جوړېږي".
د ایران شاهد بې پیلوټه الوتکه د امریکايي لاکهیډ مارټین شرکت د بې پیلوټه الوتکې ایل کیو ۱۷۰ نسټینل په الهام اخیستو جوړه شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي سفیرې او د استازي مرستیالې زهرا ارشادي د ایران د سفیر تر څرګندونو وروسته پر ایران لګول شوي دا تورونه رد کړل او د شاهد الوتکې پاتې شونو په اړه یې نور وضاحت ورنه کړ.

د عکس سرچینه، UNTV
اغلې ارشادي یې پر ځای پر اسرائیلو تور ولګاوه چې په سیمه کې د نا انساني کړنو او جرمونو په اړه د نړۍ د عمومي ذهنیت اړولو لپاره اوس ایران ته د تور ګوته نیول کېږي.
مرسر سټریټ د یوه اسرائیلي میلیاردر ایال اوفر د شرکت اړونده بېړۍ ده چې د عمان اوبو ته څېرمه په ازادو اوبو کې برید پرې وشو او یو بریتانیایی او بل رومانیایی وګړی پکې ووژل شو.
دا ډول پېښې په تېرو څو میاشتو کې ډېر کله رامنځ ته شوې، خو دا ځل چې دوه کسان پکې ووژل شو، د ایران پر وړاندې یې توند غبرګونونه راوپارول.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ هم په یوه خبرپاڼه کې پر دې بېړۍ د تېرې اونۍ د برید په اړه د څېړنډلې د څېړنې پایله خپره کړې ده.
اووه کسیزې ډلې په خبرپانه کې ویلي: "ټولو اسنادو په ښکاره ایران ته اشاره کړې، چې د برید لپاره هېڅ توجیه نه شته".

د عکس سرچینه، UNTV
په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې: "ایران نړیواله سوله او امنیت ګواښي".
د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي: "د نیابتي ځواکونو او نا دولتي وسله والو کسانو د ملاتړ سربېره د ایران کړنه سولې او د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي".
د دوی په خبرپاڼه کې راغلي: "له ایران غواړو چې ټول خپل ناوړه فعالیتونه د امنیت شورا د پرېکړو له مخې ودروي او له ټولو غواړو چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره رغنده رول ولوبوي".
د امریکا د مرکزي قومندانۍ د څېړنډلې د رپوټ پایلې

د عکس سرچینه، Reuters
په ورته وخت کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې تېره اونۍ پر اسرائیلي بېړۍ د برید په اړه د څېړنډلې د ارزونو پایلې خپرې کړې دي.
په دې راپور کې راغلي، چې د جولای پر ۲۹مه، پر مرسر سټریټ بېړۍ تر برید یوه ورځ مخکې ددې بېړۍ عملې د دوو بې پیلوټه الوتکو د دوو نابریالیو بریدونو خبر ورکړی و.
دا څېړنډله زیاتوي، پر بېړۍ دریمې بې پیلوټه الوتکې چاودېدونکي توکي لېږدول.
د رپوټ په پای کې امریکايي کارپوهانو د پایلې په توګه ویلي چې د اسنادو له مخې، دا بې پیلوټه الوتکه ایران کې جوړه شوې ده.
دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال شوې چې ایران ویلي پر اسرائیلي بېړۍ دوی برید نه دی کړی.












