د اماراتو اوبو کې د بېړۍ تښتولو پېښه "پای" ته ورسېده

د عکس سرچینه، STEVE GERONAZZO
د بریتانیا سمندري سوداګرۍ امنیت سازمان اعلان وکړ هغه پېښه چې پکې د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې یوه بېړۍ تښتول کېده پای ته رسېدلې او دغه بېړۍ روغه او سالمه ده.
چارواکي هم وايي، هغه کسان چې په عمان خلیج کې یې پر بېړۍ برید وکړ او ور وختل له بېړۍ وتلي او پاتې کسان روغ رمټ دي.
خو په لندن کې د ایران سفارت وایي، دغه پېښه تایید شوې نه ده او" نړۍ کې یې د خلکو تېر اېستل " بللي دي.
د بریتانیا سمندري سوداګرۍ امنیت سازمان هم وايي، د اېم وي اسفلټ پراېنسېز په نوم بېړۍ د بالقوه تښتولو پېښه پای ته رسېدلی، خو نور مالومات یې نه دي ورکړي.
پر دغه بېړۍ د سې شنبې په ورځ برید شوی و او د هورمز تنګي په لور غړول شوې وه.
روښانه نه ده چې دا بېړۍ چا تښتوله، خو شنونکو ویل، پر ایراني ځواکونو شک کېږي.
تر دې مخکې لالیډ لېسټ مریټیم شرکت تایید کړې وه چې د پاناما بیرغ واله بېړۍ په عمان خلیج کې وسلوالو تښتولې او کارمنانو ته یې امر کړی چې ایران ته یې بوځي.
دا شرکت چې د ماڼوګرۍ یا بېړۍ چلولو صنعت ته خدمتونه وړاندې کوي په خپل بیان کې زیاتوي: "د اېم وي اسفلټ پرېنسیز په نوم دا بېړۍ د هورمز تنګي په لور روانه ده."
د ایران سپاه پاسدران د دې رپوټ ردولو سره دا تورونه د تهران پرضد "د غلیمانه ګام لپاره پلمه لټول" بولي.
د رویټرز د رپوټ له مخې سپاه پاسدران یوه بیان کې ویلي، د امنیتي ځواکونو د استخباراتو له مخې د ایران وسلوال ځواکونه او "منځني ختیځ کې د اسلامي مقاومت ټولې څانګې د عمان خلیج پېښه کې لاس نه لري."
دا پېښه په داسې مهال ده چې تر اونۍ کم وخت کېږي د اسراییلۍ کمپنۍ ملکیت کې یوه بېړۍ باندې عمان ته څېرمه ډرون برید وشو او له امله یې د دې بېړۍ دوه امنیت ساتي ووژل شول چې یو بریتانوی او بل رومانیايي دی.
امریکا، بریتانیا او اسراییل دې پېښه کې ایران تورن کړی، خو تهران دا تورونه ردوي.
د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارڼدنر وايي، اېم وي اسفلټ پرېنسیز بېړۍ دوبۍ کې د یوې کپمنۍ ملکیت دی او دوه کاله مخکې یې هم سپاه پاسدران یوه بېړۍ تښتولې وه.
هغه د رپوټونو له مخې ویل، په دغه بېړۍ کې نهه وسلوال سپاره دي او هورمز تنګي ته ننوتو ته نږدې شوې ده.
دا تنګی د اوبو له لارې د تېلو د اکمالاتو له مخې نړۍ کې پنځم ځای لري.
تر دې مخکې د بریتانیا سمندري سوداګرۍ عملیاتو د عمان خلیج فجیره بندر کې بېړیو ته د ډېر احتیاط سپارښتنه کړې وه.
د بریتانیا بهرنیو چارو دفتر ویاند وايي، دوی د متحده عربي اماراتو سمندرغاړه کې د بېړۍ د پېښې رپوټونه سملاسي پلټي.
د امریکا سپینې ماڼۍ دا رپوټونه "سخت خواشینوونکي" بللي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا سمندري سوداګرۍ دفتر د دې بېړۍ د تښتول کېدو رپوټونو تر اعلان لږ مخکې بېړیو ته د پېښې خبرداری ورکړی و.
د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې، د ورځې لومړیو کې څلورو تېلي بېړیو ویلي و دوی ته امر نه دی شوی او دا په دې مانا ده چې د بېړۍ برېښنا نشته او خوځېدلی نه شي.
د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې وروسته یوې بېړۍ حرکت پیل کړ.
د عمان هوايي ځواک سمندري ګزمې الوتکه هم په ورته مهال سمندر کې په الوت لیدل شوې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت هم وايي، د سې شنبې په ورځ یې د څو شکمنو بېړیو حرکت لیدلی او د دغه هېواد ضد ناسم حالت جوړولو په هکله یې خبرداری ورکړی دی.











