امریکايي رسنۍ: فرانسې د ایران پر وسلو بار کښتۍ چې یمن ته روانه وه، نیولې

د عکس سرچینه، Iran
امریکايي رسنیو د پوځي چارواکو په حواله ویلي، چې د فرانسې سمندري ځواکونو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له ایران یمن ته پر استول شویو وسلو یوه بار کښتۍ نیولې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام چې په منځني ختیځ کې د دغه هېواد د پوځ د فعالیتونو مشري پر غاړه لري، هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې له خپل یوه متحد هېواد سره یې د ایران له خوا د استول شویو وسلو په نیولو کې مرسته کړې ده.
د "سېنټکام" اعلامیه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې دا عملیات چېرته شوي. خو د سي اېن اېن خبري چینل راپور ورکړی چې د سېنټکام یوه چارواکي ویلي چې دا هېواد فرانسه دی.
اسوشیټیډ پریس او وال سټریټ ژورنال ورځپانې هم لیکلي کوم هېواد چې سېنټکام ورته اشاره کړې، فرانسه ده.
تر اوسه فرانسې د دې خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی او سمندري ځواکونو یې هم د دې بېړۍ نیول نه دي تایید کړي.
د سېنټکام په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کښتۍ کې درې زره ټوپکونه، له نیم میلیون ډېرې مرمۍ او د ټانک ضد ۲۳ لارښود توغندي نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، Iran
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو له مخې، د یمن حوثي ډلې ته د وسلو استول منع دي.
سېنټکام وايي، امریکا او متحدین یې په تېرو دوو میاشتو کې یمن ته د ۵۰۰۰ ټوپکو او ۶۰۰ زره مرمیو د رسېدو مخنیوي کې بریالي شوي دي.
ایران کله یمن ته د وسلو د استولو تور نه دی منلی.
تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی و چې فرانسوي ځواکونو د ایران پر وسلو یوه بار کښتۍ د یمن سمندر غاړو کې نیولې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغه بار وړونکي کښتۍ د جنورۍ پر ۱۵مه نیول شوې.
سي اېن اېن خلیج کې د امریکا د سمندري ځواکونو د ویاند ټام هاوکینز له قوله ویلي، چې د نیول شوې کښتۍ کنټرول امریکایي ځواکونو ته سپارل شوی دی.
دې رسنۍ دا هم راپور ورکړی چې د دې وسلو په نیولو کې د امریکا "مرسته" د معلوماتو شریکول وو او لکه څنګه چې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس لیکلي، فرانسوي ځانګړو ځواکونو د دغو معلوماتو له مخې دا کښتۍ نیولې ده.

د عکس سرچینه، Iran
دا خبر په داسې حال کې خپور شوی چې لوېدیځو هېوادونو ایران د اوکرایین په جګړه کې روسیې سره په مرسته تورن کړی او دې مسلې د ایران او لویدیځ ترمنځ ترینګلتیا زیاته کړې ده.
د یمن حوثي ملیشې د دغه هېواد له مرکزي حکومت سره چې د سعودي عربستان پوځي ملاتړ لري، په جګړه بوختې دي.
تېره اوونۍ کې د ایران او سعودي د خبرو اترو د شپږم پړاو د ترسره کېدو د هڅو په اړه خبرونه خپاره شوي وو او د عراق بهرنیو چارو وزیر ویلي بغداد د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې لپاره پلان چمتو کوي.
د یمن له حوثي یاغیانو سره د ایران د پوځي ملاتړ تور یو له هغو مهمو مسلو دی چې د تهران او ریاض ترمنځ د لانجې لامل شوی.
ریاض وايي، د بالېستیک توغندیو او چاودېدونکو بې پیلوټه الوتکو په ګډون پرمختللو ایراني وسلو حوثي یاغیانو ته دا توان ورکړی چې سعودي عربستان ته زیان ورسوي.
ایران وايي، له روحاني پلوه یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. دا ملیشه ډله په تهران کې استازیتوب لري او د اسلامي انقلاب ګارډ په سیاسي تبلیغاتو کې د "مقاومت چوکاټ" یوه برخه بلل شوې.
د "مقاومت چوکاټ" په منځني ختیځ کې د اسلامي سخت دریځو ډلو د یوې شبکې غیر رسمي نوم دی چې ایران یې ملاتړ کوي او د اسلامي انقلاب ګارډ تر سیوري لاندې د غیر متمرکر نظامي - سیاسي ټلوالې یوه برخه بلل کېږي.









