ملګري ملتونه: پر غزه اسرائیلي بمباریو کې هېڅ کمی نه دی راغلی

غزه

د عکس سرچینه، NURPHOTO VIA GETTY IMAGES

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې مرکزي غزه کې یوه روغتون ته له ورتلو او د ګڼو ټپیانو له لیدو وروسته ویلي چې اسرائیلو د فلسطینیانو په حق کې "مطلقه ټول وژنه" کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) چارواکې جیما کونیل بي بي سي ته وویل، غزه کې روغتونونه د ټپیانو درمللو کې له ستونزو سره مخامخ دي.‌

نوموړې وايي، د دوشنبې په ورځ یې چې د مرکزي غزې الاقصی روغتون کې پخپلو سترګو کوم حالت ولید "مطلقه ټول وژنه" ده.‌

دا وايي، ګڼو ټپیانو خطرناک ټپونه لرل چې درملل یې ناممکن دي، ځکه چې روغتون کې تر حد ډېر ټپیان او ناروغان ځای پرځای شوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر وړاندې ویلي وو، چې د حماس پر وړاندې به خپل عملیات لا سخت کړي.

حماس، اسلامي جهاد او اسرائیلو د مصر د اوربند وړاندیز رد کړ

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

عربي او اسرائیلي رسنۍ وايي، د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) او اسلامي جهاد د اوربند او د یرغمل شویو او بندیانو د خلاصون په اړه د مصر وړاندیز رد کړی دی.

د اسرائیلو د اقتصاد وزیر بیتسالل سموتریچ هم دغه وړاندیز په کلکه رد کړ او ویې ویل چې د اسرائیلو حکومت د منلو مسؤولیت نه لري.

په ورته وخت کې پر غزه د اسرائیلو ځمکني او هوايي بریدونه سخت شوي او د اسرائیلو پوځ ویلي چې د غزې په مرکز خانیونس کې یې د حماس یو جګپوړی قومندان وژلی دی.

د اسرائیلو پوځ د حماس د دغه قومندان نوم نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې نوموړی په یوه داسې ودانۍ کې د اسرائیلو یوه هوايي برید کې په داسې حال کې وژل شوی چې د حماس غړي پکې پټ وو.

له دې خبر څو ساعته وروسته په غزه کې د حماس د مشر یحیی سنور له خوا یو پیغام خپور شو چې په کې ویل شوي چې دغې ډلې "چریکي جګړې" ته مخه کړې ده. شنونکي وايي د دې پیغام موخه دا وه چې وښيي هغه ژوندی دی.

په تېرو ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ هم اعلان وکړ چې د دوی دوه سرتېري وژل شوي، چې په دې سره په غزه کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو ټولټال شمېر ۱۵۶ ته ورسېد.

تېره ورځ د اسرائیلو پوځ وویل چې په غزه کې یې اته زره فلسطیني جنګیالي وژل شوي دي.

نن په داسې حال کې چې د لبنان او اسرائیلو پوله د څو ساعتونو لپاره ارامه وه، لبناني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځ پولې ته څېرمه د لبنان پر یوه کلي ډزې کړې دي.

د اسرائیلو پوځ هم ویلي دي چې په غزه کې د کډوالو پر مغازي کمپ د بمبارۍ په اړه تحقیقات کوي. په غزه کې د حماس روغتیايي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او دا یې یو "جنګي جنایت" بللی دی.

په همدې حال کې د اردن یوې پوځي الوتکې د غزې په تړانګه کې یوې کلیسا ته چې د اسرائیلو د پوځ له خوا کلابنده ده، د مرستې کڅوړې له اسمان څخه راغورځولې دي.

د مصر وړاندیز شوی پلان څه و؟

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

په تېرو ساعتونو کې عربي او اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې مصر په درییو پړاوونو کې د اوربند لپاره نوی پلان وړاندې کړی دی.

د موقت اوربند لومړی پړاو له اوو څخه تر لسو ورځو پورې دی، چې حماس د یو شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې ټول اسرائیلي ملکي یرغمل خوشي کړي دي.

په دویمه مرحله کې چې یوه اونۍ وخت نیسي، حماس به د نورو فلسطینیانو د خلاصون په بدل کې ټولې اسرائیلۍ عسکرې خوشې کړي او مړي به هم تبادله کېږي.

په دریم پړاو کې چې یوه میاشت وخت نیسي، حماس به د یو شمېر نورو فلسطیني بندیانو په بدل کې ټول هغه کسان چې په خپله قبضه کې یې دي خوشي کوي او اسرائیلي پوځ به له غزې وځي او په دې سیمه کې به خپل عملیات ودروي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون اوربند رد کړ او ټينګار يې وکړ، چې هدف ته تر رسېدو پورې د "اوږدې او ستونزمنې" جګړې له دوام پرته بله چاره نشته.

"المیادین" شبکې د حماس د لوړپوړو چارواکو په حواله ویلي، دا ډله د یوې یا دوو اونیو لپاره هېڅ ډول اوربند نه مني او د اسرائیلو د بریدونو له بندېدو مخکې به د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره هېڅ ډول خبرې اترې ونه کړي، په دې اړه قطري او مصري منځګړي خبر کړل شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې، حماس وايي چې تر اوسه یې د غزې په هېڅ محور کې ماتې نه ده خوړلې او جګړه په ټولو محورونو کې دوام لري.