د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله پاکستان ته ورسېده

اسیا جام سیالۍ

د عکس سرچینه، acb

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.

په هغه ویډیو کې چې د پاکستان کرېکټ بورډ خپره کړې ښکاري چې هوټل ته د لوبغاړو لېږد په موخه ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو.

افغانستان تېره ورځ د اسیا جام سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، رحمت شاه، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، راشد خان، ګلبدين نايب، کريم جنت، عبدالرحمان، شرف الدين اشرف، مجيب ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، سليم ساپی او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.

د اسيا کپ سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د روانې اګست مياشتې پر ۳۰ نېټه پيلېږي چې د سپټمبر تر ۱۷ نېټې به دوام وکړي، چې ټولې به ۱۳ لوبې پکې وشي.

د دغه جام لومړۍ لوبه د پاکستان او نیپال لوبډلو ترمنځ ده.

افغان ملي لوبډله به د سپټمبر په ۳مه له بنګله‌دېش او د همدې میاشتې په ۵مه نېټه له شریلنکا سره سیالۍ وکړي.

د اسيا کپ سياليو کې شپږ لوبډلې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شريلنکا او نيپال ګډون کوي.

دغه لوبې د پاکستان او شريلنکا په ګډ کوربه توب ترسره کېږي او ټاکل شوې پایلوبه یې د شريلنکا په کولمبو کې وشي.