کرېکټ: افغانستان د اسيا کپ لپاره لوبډله اعلان کړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د اسيا کپ يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
د اسيا کپ سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د روانې اګست مياشتې پر ۳۰ نېټه پيلېږي چې د سپټمبر تر ۱۷ نېټې به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې افغان لوبډله کې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، رحمت شاه، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، راشد خان، ګلبدين نايب، کريم جنت، عبدالرحمان، شرف الدين اشرف، مجيب ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، سليم ساپی او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.
د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسد الله خان د لوبډلې د اعلان پر مهال وويل، "ټولو برخو ته په کتو مو هڅه کړې چې داسې لوبډله غوره کړو چې هرې برخې ته په کې پام وشي."
د اسدالله خان په وينا، عظمت الله عمرزی او نوين الحق د ټپي کېدو له امله په لوبډله کې نه دي ځای شوي.
وفادار مومند، فرید ملک او شاهد کمال، چې د پاکستان په خلاف لوبو کې وو، هم د اسيا کپ لپاره نه دي غوره شوي.
د يادولو وړه ده چې افغان لوبډلې پاکستان ته د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ ۳ -۰ وبايلله. دا سيالۍ د اسيا کپ او يو ورځني نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه مهمې وې.
د اسيا کپ سياليو کې شپږ لوبډلې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا او نيپال ګډون کوي.
د اسيا کپ لومړۍ لوبه د چارشنبې په ورځ د پاکستان او نيپال تر منځ په ملتان کې ده. د افغانستان لومړۍ لوبه بيا د بنګله دېش پر وړاندې ده.











