څنګه په هند کې "خدایانو ته نذرانه" ځوانې نجونې د جنسي کاروبار په دام کې ولوېدې؟

د عکس سرچینه، Sakhi Trust
- Author, سوامی ناتننتاراجن
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
چندریکا وايي "جنسي کار پر ما ډېر اغېز کړی دی. زما بدن ډېر کمزوری دی، زه له ذهني پلوه ماته شوې یم".
د جنسي کارکوونکې په توګه د چندریکا ژوند له مذهبي مراسمو سره پیل شو. هغه په ۱۵ کلنۍ کې یوه معبد ته وړل شوې وه او په رسمي ډول یوې خدایې (الهې) ته واده شوه.
هغه بيبيسي ته وايي: "هغه وخت، زه د دې رسم او دود په معنی نه پوهېدم."
چندریکا اوس د دېرشو کلونو په وروستیو کې ده او له نژدې دوو لسیزو راهیسې د پیسو په بدل کې له نورو سره جنسي اړیکې نیسي.
په دې راپور کې د دغې مېرمنې او کورنۍ خوندیتوب لپاره یې د هغې اصلي نوم نه دی لیکل شوی.
د الهې له ناوې تر جنسي کارکوونکې

د هند جنوبي ایالت کرناټکا هڅه کوي چې د هغو کسانو په اړه سروې وکړي چې د ډېواداسي په دود کې له وقف کېدو وروسته لکه چندرېکا غوندې جنسي کار ته اړ شوي دي.
د ډېواداسي یا د "خدایانو غلامانو" دود شاوخوا زر کاله وړاندې په جنوبي هند کې رامنځته شو. په پیل کې به دوی په مندرونو( د هندوانو عبادت ځایونه) کې د هنرمندانو په توګه کار کاوه او په سندرو او نڅا کې به یې مهارت درلود. خو د وخت په تېرېدو دغه نظام ورو- ورو د یوې رسمي بڼې فحشا ته واوښت.
که څه هم په ډېرو سیمو کې د استعماري دورې پر مهال پرې بندیز ولګېد، خو کرناټکا یوازې په ۱۹۸۲ کال کې دغه دود قانوناً منع کړ، خو لا هم روان دی.
ډېواداسي مېرمنې چې په کلیو کې ژوند کوي ممکن یو نژدې شخصي ملګری ولري او پر هغه سربېره له نورو مشتریانو سره هم اړیکې ولري. ډېری یې بیا ممبۍ ته کډه کېږي چې په فاحشهخانو کې کار وکړي.
د جنسي کاروبار په جال کې ایسارېدل
د وقف کېدو تر مراسمو وروسته چې په بلګام ښار کې ترسره شول چندرېکا څلور کاله عادي ژوند وکړ. خو وروسته یوې ښځینه خپلوانې ژمنه ورسره وکړه چې په سانګلي صنعتي ښار کې به ورته د کورني کار دندې برابروي او هغه یې ورسره بوتله. خو هغې چندرېکا یوه فاحشهخانه کې پرېښوده.
چندرېکا د لومړیو څو میاشتو په اړه داسې وايي: "ډېر سخت وو. زه به ناروغه وم، خواړه به مې سم نه شوای خوړلی او نه به سمه ویده کېدای شوای". هغې زیاته کړه: "زه به کله کله د تېښتې په فکر کې وم، خو ورو ورو مې هر څه ومنل".
چندرېکا یوازې ۱۹ کلنه وه، ډېر لږ تعلیم یې درلود او په سانګلي کې په هندي یا مراهټي ژبه ښه نه پوهېدله.
هغې وویل: "ځینو مراجعينو په فزیکي ډول له ما سره تاوتریخوالی کاوه ځینو بیا سپکې سپورې ویل. زه ډېره په کړاو کې وم".
د فاحشهخانې مراجعين له محصلینو نیولې بیا تر چلوونکو، وکیلانو او د ورځنيو مزدورانو پورې وو.
چندرېکا خپل ملګری ( بایفرینډ) چې د لارۍ چلوونکی و همدلته د جنسي کار پر مهال وپېژاند.
دواړو یو زوی او یوه لور وزېږول. د ماشومانو پلار به د هغوی خیال ساته او چندرېکا به په فاحشه خانه کې کار ته ادامه ورکوله او په یوه ورځ کې به یې ۱۰ تر ۱۵ مراجعین لیدل.
د دویم ماشوم له زېږېدو څو کاله وروسته د هغې ملګری په ترافیکي پېښه کې مړ شو او چندرېکا بېرته بلګام ته ستنه شوه. هماغلته وه چې د ژباړونکي په مرسته یې له بيبيسي سره خبرې وکړې.
"سړي د واده لپاره نه راځي"

د عکس سرچینه، Sakhi Trust
ټولې ډېواداسي ښځې په فاحشه خانو کې کار نه کوي او ځینې خو هېڅکله جنسي کار هم نه کوي.
انکیتا او شیلپا چې دواړه ۲۳ کلنې دي د کرناټکا په شمال کې په یوه کلي کې د خپلوانو په توګه یو ځای ژوند کوي. لکه چندرېکا دوی هم د "دلیت" له طبقې دي، هغه ډله چې په هند کې ډېر تبعیض ورسره کېږي.
شیلپا یوازې یو کال ښوونځي ته تللې وه، بیا یې درس پرېښود او د هغې د وقف مراسم په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شول. انکیتا شاوخوا ۱۵ کلنۍ پورې زدکړه وکړه، خو کورنۍ یې په ۲۰۲۳ کال کې ورته د وقف مراسم برابر کړل. د ورور له مړینې وروسته پر هغې فشار واچول شو چې ډېواداسي شي.
انکیتا وايي: "مور او پلار مې راته ویل چې دوی غواړي ما الهې ته وقف کړي. ما انکار وکړ، خو له یوې اوونۍ وروسته یې خواړه راباندې بند کړل".
هغې زیاته کړه: "زه ډېره خپه وم خو د کورنۍ د خاطر مې ومانه. د ناوې جامې مې واغوستې او الهې ته واده شوم".
انکیتا یوې غاړکۍ (هار) ته لاس وروړ چې له سپینو موتیو او سرو مرمرو جوړ دی او د دې وصل نښه ګڼل کېږي.
د هغې مور او نیا ډېواداسي نه وې. کورنۍ یې لږه کرنیزه ځمکه لري خو د هغوی د ژوند بسیا کولو لپاره بسنه نه کوي.
"موږ وېره لرو چې که هېڅ څوک وقف نه شي الهه به موږ ته بدبختي راولي".
ډېواداسي واده نه شي کولی، خو نژدې اړیکې لرلای شي، هغه هم له داسې سړو سره چې کېدای شي له بلې ښځې سره واده کړی وي.
انکیتا د نارینهوو ټولې اړیکې رد کړې دي او لا هم د کروندې اړوندې یوې مزدورې په توګه کار کوي، چې هره ورځ نژدې څلور ډالر عاید لري.

د عکس سرچینه، Sakhi Trust
د شیلپا ژوند بیا بل لور ته ولاړ. له وقفېدو وروسته هغې له یوه کډوال کارګر سره اړیکه پیل کړه.
هغې وویل: "هغه زما خواته ځکه راغی چې پوهېده زه ډېواداسي یم".
لکه د ډېرو ډېواداسي ښځو په څېر شیلپا هم له خپل ملګري سره په خپل کور کې ژوند کاوه.
"هغه یوازې څو میاشتې راسره پاتې شو او زه یې میندواره کړم. د ګډو اوسېدو پر مهال یې ما ته درې زره روپۍ (شاوخوا ۳۵ ډالر) راکړل. د میندوارۍ په اړه یې هېڅ غبرګون و نه ښود او یوه ورځ همداسې ورک شو".
شیلپا د درېیو میاشتو میندواره او سخته ګډوډه وه.
هغې وویل: "ما هڅه وکړه چې ټیلیفون ورته وکړم خو د هغه ټیلیفون ته زنګ نه ورتله. په دې هم نه پوهېږم چې هغه په اصل کې د کوم ځای و".
هغې ځان پولیسو ته هم نه ورساوه چې هغه کس پیدا کړي.
شیلپا وايي: "زموږ په دود کې سړي د واده لپاره نه راځي".
بېوزلي او ناوړه ګټه اخیستنه

د عکس سرچینه، Sakhi Trust
بګیا لکشمي ډاکټره ده. دغه مېرمنه چې د "ساکي ټرسټ" په سیمهییزه خیریه اداره کې مشره ده، له شلو کلونو راهیسې د ډېواداسي مېرمنو لپاره کار کوي. هغې وویل سره له دې چې دغه دود منع شوی خو لا هم دوام لري.
هغې وايي: "هر کال موږ درې یا څلور نجونې له دې ژغورو چې ډېواداسي شي. خو ډېری مراسم په پټه ترسره کېږي. موږ هغه وخت پرې پوهېږو چې یوه ځوانه نجلۍ میندواره شي یا ماشوم وزېږوي".
ډاکټره بګیا لکشمي وایي، ګڼې ښځې له بنسټیزو خدماتو بې برخې دي، سم خوراک نه لري، زدکړې یې کمې دي او د مرستې له غوښتلو وېرېږي.
هغې بي بي سي ته وویل: "موږ په ویجايا ناګارا ولسوالۍ کې د ۱۰ زرو ډېواداسي ښځو سروې کړې ده. ما ډېرې معیوبې، ړندې او نورې زیانمنې ښځې ولیدلې چې دې نظام ته تللې وې. شاوخوا اویا سلنه یې خپل کور نه درلود".

دغه ډاکټره وایي، له دغو مېرمنو سره هغه نارینه او یا د دوی نږدې ملګري چې دوی سره جنسي اړیکه نیسي، ډېر وخت د خونديتوب وسایل یا کانډوم نه کاروي چې له امله یې نا غوښتلې میندوارۍ یا د HIV انتقال رامنځته کېږي.
ډاکټره بګیا لکشمي اټکل کوي چې نژدې ۹۵٪ ډېواداسي ښځې دلیت طبقې پورې تړاو لري او پاتې نورې د قبایلي ټولنو دي.
د پخوا برعکس، اوسنۍ ډېواداسي ښځې له مندرونو هېڅ ملاتړ یا عاید نه ترلاسه کوي.
هغې په ټینګار وویل: "د ډېواداسي نظام یوازې استثمار دی".
د دې دود د مخنیوي هڅې

اوسنۍ او پخوانۍ ډېواداسي ښځې هر کال د بلګام په ساوندټي یلامه مندر کې د جشن لپاره سره راټولېږي، خو چارواکي وايي هلته د وقف مراسم نه ترسره کېږي.
وشواس واسنت وایدیا وايي: "اوس دا ناقانونه کار دی. د جشنونو پر مهال موږ پوسټرونه او پمفلټونه لګوو چې خلکو ته خبر ورکړو سخت اقدام به وشي".
وایدیا د کرناټکا د مقننه شورا غړی او د یلامه د مندر د بورډ غړی هم دی. هغه بي بي سي ته وویل چې د فعالو ډېواداسي ښځو شمېر خورا ډېر راکم شوی دی.
هغه وایي: "دلته زما په ټاکنیزه حوزه کې ښايي یوازې ۵۰ تر ۶۰ پورې ډېواداسي ښځې پاتې وي. هېڅوک د مندر په مراسمو کې د ډېواداسي وقف هڅونه نه کوي".
هغه ادعا کوي: "موږ د قوي اجرآتو له لارې د ډېواداسي دود بند کړی دی".
خو د کرناټکا د حکومت د ۲۰۰۸ کال وروستۍ سروې په ایالت کې له ۴۶ زرو ډېرې ډېواداسي ښځې ثبت کړې وې.
راتلونکی نسل

د عکس سرچینه، Sakhi Trust
له جنسي کاره ترلاسه شویو پیسو له چندرېکا سره مرسته وکړه چې له بېوزلۍ ځان وباسي. د دې لپاره چې ماشومان یې له بدنامۍ سره مخ نه شي هغوی یې د لیلیې ښوونځیو ته ولېږل.
چندرېکا وايي: "زه به تل د خپلې لور په اړه اندېښمنه وم".
"کله چې هغه شاوخوا ۱۶ کلنه وه ما مې خپله لور واده کړه هغه هم دې لپاره چې د ما په څېر ډېواداسي نه شي. هغه اوس له خپل مېړه سره ژوند کوي".
چندرېکا اوس له یوې خیریه ادارې سره کار کوي او په دوامداره توګه د HIV ازموینې کوي.
هغې وویل: "زه زړېږم ـ څو کلونو وروسته به نور د جنسي کار توان ونه لرم". هغه پلان لري چې د مېوو او سبزیجاتو د پلور یو کوچنی دوکان پرانیزي.
شیلپا غواړي خپلې لور ته ښه تعلیم برابر کړي. هغه د ډېواداسي له دوده زړه ماتې ده.
هغې وویل: "زه غواړم دا دود ختم شي. زه به هېڅکله خپله لور ډېواداسي نه کړم. زه نه غواړم دغه نظام ته دوام ورکړم".
انکیتا وايي غواړي واده وکړي او په پای کې د سپینو موتیو دا غاړکۍ لیرې کړي.
(* د چندرېکا نوم د هغې د هویت د خوندي ساتلو لپاره بدل شوی دی)








