حلال یا حرام: د اسلامي دارالعلوم له اعتراض وروسته د انساني شیدو بانک وتړل شو

Rahim Shah

د عکس سرچینه، Rahim Shah

د عکس تشریح، رحیم او بشیره له خپلې سالمې ماشومې سره
    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي اردو، کراچۍ

په کراچۍ کې د یوه اسلامي بنسټ د اعتراض له امله په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره د انساني شیدو بانک د پیلولو یوه هیله منده پروژه په ټپه درېدلې ده.

مسلمانو دیني عالمانو په پیل کې دې پروژې ته مشروطه منظوري ورکړې وه، خو څو ورځې مخکې د تاسیساتو د پرانستلو له پلان سره سم بېرته واخیستل شوه.

پاکستان په نړۍ کې پنځم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. د یونیسف په وینا دا په سوېلي آسیا کې د ماشومانو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري.

د انسان د شېدو بانک په شان اسانتیاوې د ژوند او مرګ ترمنځ توپیر رامنځته کولی شي، ځکه چې دوی د ناروغ او له وخت مخکې د ماشومانو د زیږون لپاره غوره بدیل ګڼل کېږي کله چې د مور شیدې موجودې نه وي.

د ژوند لپاره مبارزه

شیدې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټران وايي د مور شیدې کولی شي د ماشومانو د مړینې کچه راټیټه کړي

بشیرې، مخکې له دې چې کراچۍ ته وخوځېږي، په خپل کلي کې خپل لومړنی ماشوم د زیږون پر مهال له لاسه ورکړ.

کله چې بشیره او د هغې مېړه رحیم تېر کال په کراچۍ کې دویمه ماشومه نجلۍ درلوده، دوی هم د هغې له لاسه ورکولو وېره درلوده.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "زما ماشوم له وخته مخکې زیږېدلی و او ډاکټرانو موږ ته مشوره را کړه چې هغې ته د مور شیدې ورکړو."

"خو زه د هغې لپاره کافي پۍ نه شم چمتو کولی."

دوی د ناهیلۍ احساس کاوه.

د بشیرې مېړه رحیم شاه وايي: "زما لور د عاجلې پاملرنې څانګې په انکیوبټر کې وه. په اوومه میاشت کې زیږېدلې وه. د مور شیدې نه راتللې. فارمولا شیدې نه شوای ورکول کېدای. ما د خپلې لور د ژوند د ژغورلو لپاره پوره هڅه وکړه."

په غم کې یوې بلې مور د ژغورنې لار چمتو کړه.

بشیره وايي: "موږ له یوه روغتون بل روغتون ته لاړو او بالاخره یوه ښځه مو وموندله چې په دې وروستیو کې یې له زیږون وروسته یو ماشوم له لاسه ورکړی و. موږ له هغې وغوښتل چې زما ماشوم ته پۍ ورکړي او هغې په مهربانۍ سره ومنله."

رحیم وايي، د بسپنه ورکوونکې له مرستې پرته به یې لور ژوندۍ نه وه.

هغه زیاتوي: "ماشومې د خپل معافیت لپاره د مور شیدو ته سخته اړتیا درلوده."

د شیدو بانک

ګراف

د بشیرې په قضیه کې بسپنه ورکوونکي په فزیکي توګه ماشوم ته پۍ ورکړې. د انسان د شیدو په بانک کې، د بسپنه ورکوونکو شیدو، د انسان له بدن څخه اخیستل شوي بیولوژیکي مواد د کلینیکي غوښتنلیک په موخه پروسس کېږي، ازمویل کېږي او بیا په فریزر (یخچال) کې زېرمه کېږي. بیا به هغو ماشومانو ته ورکول کېږي چې د انسان شیدو ته اړتیا لري.

د مالیزیا او ایران په ګډون ځینې مسلمان اکثریته هېوادونه ورته اسانتیاوې لري.

خو يو شمېر ديني عالمان استدلال کوي چې دا عمل د مور د شيدو ورکولو په اړه د اسلامي قانون خلاف دی.

په اسلام کې، هغه ښځه چې ماشوم ته شیدې ورکوي په بیولوژیکي لحاظ د هغې سره د "شیدو د خپلوۍ" اړیکه نه لري او هغه ماشومان چې له ورته مور تغذیه کېږي وروڼه/خویندې ګڼل کېږي.

هر هغه څه چې د اسلام له احکامو سره سم "حلال" وي او برعکس یې "حرام" بلل کېږي.

په پاکستان کې یو شمېر دیني عالمانو د انساني شیدو بانک جوړول حرام او د اسلامي شریعت له مخې ممنوع بللي دي.

خو چارواکو هڅې کړې چې "د شیدو بانک له اسلامي قانون سره مطابقت ولري".

د صوبې د روغتیا وزیرې ډاکټر عذرا پیچوهو بي‌بي‌سي ته وویل، هغې د اسلامي ایډیالوژۍ شورا ته یو لیک استولی چې پکې ټینګار شوی ښځې کولی شي د اسلامي قوانینو له مخې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولی شي.

ډاکټر پیچوهو ډاډ ورکړ، چې د رضاعي خویندو او وروڼو تر منځ د احتمالي ودونو په اړه اندېښنو ته ځواب ووایه هغه چې د اسلامي قانوني چوکاټ کې غیرقانوني دی: "هغه مېرمنې چې خپلې شیدې خیراتوي ثبتېږي، چې د دې ماشومانو له والدینو سره به شریک شي، چې دا هم تعقیبېدی شي."

هغه هیله لري چې د هلکانو د میندو د تنظیمولو له لارې دا خنډ حل کړي، داسې چې یوازې د ماشومانو هلکانو میندې تي رودونکو هلکانو او د نجونو میندې یوازې د تي رودونکو نجونو لپاره شیدې چمتو کړي.

دا هم په ۲۰۱۲ کال کې په ترکیه کې د اسلامي عالمانو له خوا پلې شوې تګلارې ته ورته دی.

فتواوې

Sindh Institute Of Child Health and Neonatology

د عکس سرچینه، Sindh Institute Of Child Health and Neonatology

د عکس تشریح، دا روغتون، په هر وخت کې نژدې دېرش له وخت مخکې د زیږېدلو ماشومانو پالنه کوي

د کراچۍ انساني شیدو بانک، په ابتدايي توګه له اړوندو اسلامي ادارې څخه د ۲۰۲۳ د ډیسمبر په ۲۵مه مشروط تایید ترلاسه کړ.

د شرایطو لیست چارواکي مکلفوي چې د بسپنه ورکوونکو نومونه له اخیستونکو سره شریک کړي.

مسلمان ماشوم ته باید یوازې د مسلمانې مور شیدې ورکړل شي.

هیڅ پیسې باید پرې وضع نه شي. شیدې هغو ماشومانو ته ورکول کېدی شي چې د میندوارۍ دورې له ۳۴ اونیو کمه موده کې زیږېدلي وي او یوازې په هغه صورت کې چې میندې نشي کولی خپلې کافي شیدې ماشوم ته چمتو کړي.

د پاکستان اساسي قانون حکم کوي هر قانون او ټولې دولتي څانګې باید د شرعي قانون، یا اسلامي قانون سره مطابقت ولري.

په داسې حال کې چې چارواکي د دغو شرایطو په پوره کولو ډاډه وو، په کراچۍ کې یوه ځايي اسلامي بنسټ شکونه راپورته کړل.

د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۶مه صادره شوې فتوا وايي، دا به ډېره ستونزمنه وي چې بانک ټولې هغه لارښوونې پلې کړي چې دا به د اسلامي شریعت له مخې جواز ولري.

په سېند کې د ماشوم او نوزیږدو ماشومانو د روغتیا انسټېټیوټ(SICHN) وايي د کراچۍ دارالعلوم له یوې اسلامي مدرسې فتوا ترلاسه کولو وروسته اوس د شیدو بانک له بندولو پرته بله چاره نه ده پاتې.

روغتون وویل: "سر له اوسه، موږ به په دې مسله کې د کراچۍ دارالعلوم او د اسلامي ایډیالوژۍ له شورا څخه نورې لارښوونې وغواړو."

بیان کې زیاته شوې: "موږ د دې ډاډ ترلاسه کولو ته ژمن یو چې زموږ د روغتیا پاملرنې نوښتونه نه یوازې له ساینسي پلوه سم دي بلکې له مذهبي پلوه هم مطابقت لري."

د مور شیدې

مور

د عکس سرچینه، Unicef

د عکس تشریح، د مور شیدې د ماشوم د ودې لپاره غذايي مواد چمتو کوي

د یونیسف په وینا، په پاکستان کې په هرو زرو نویو زیږېدلو ماشومانو کې ۵۴ تنه مري. دا هېواد په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ پورې دا کچه ۱۲ ته راټیټه کړي.

د مور شیدې معافیت او همدارنګه د ودې لپاره غذايي مواد چمتو کوي. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، " که ټولو ماشومانو ته له صفر تر ۲۳ میاشتو په غوره توګه د مور شیدې ورکړل شي، هر کال به د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې له ۸۲۰،۰۰۰ د زیاتو ماشومانو ژوندونه ژغورل کېدای شي."

یونیسف چې د دې پروژې ملاتړ کوي له تبصرې کولو ډډه وکړه.

په ۲۰۱۸ کې، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف وړاندیز وکړ هغه ماشومان چې د خپلې مور شیدې نه شي تغدیه کېدای، باید د انسان په شیدو تغذیه شي. امریکایي او اروپایي روغتیایي ارګانونه هم د بسپنه ورکونکو شیدو د غوره تغذیې په توګه وړاندیز کوي.

هېڅ نړیوال مقررات نشته

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د انسان د شیدو بانکونه په ۶۰ هېوادونو کې فعالیت کوي. خو مذهبي مخالفتونه پياوړي پاتې دي. په بنګله‌دېش کې په ۲۰۱۹ کال کې د شیدو یو جوړ شوی بانک د مذهبي ګوندونو له اعتراضونو وروسته په یوه میاشت کې وتړل شو.

د امریکا د ماشومانو د طب اکاډمۍ د یوې څېړنې پربنسټ، "په لوېدیځه نړۍ کې مسلمانې کورنۍ د بسپنه ورکوونکو د هویت د ناڅرګندتیا له کبله د انساني شیدو له بانکونو د شیدو کارولو ته زړه نازړه دي".

تر دې دمه د انساني شیدو بانک رامنځته کولو په اړه هېڅ ثابت لارښود نه شته. د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه کار پیل کړی دی.

دا لا څرګنده نه ده چې د پاکستان د شیدو لومړنی بانک نوښت به څه وي.

خو بېرته په کراچۍ کې، د بشیره کوچنۍ نجلۍ اوس یو روغه ماشومه ده، د یو غیر رسمي ترتیب څخه مننه چې د یوه روغتون لخوا چمتو شوي چې د احتمالي بسپنه ورکوونکي توضیحات یې چمتو کړي.

بشیره له نورو میندو سره د مرستې لپاره "خپل وار" ته انتظار باسي.

هغه وايي: "زه د تل لپاره د هغې [مرسته کوونکې مور] مننه کوم او په راتلونکي کې که ماته د احسان بېرته ورستنولو او د یو ژوند ژغورلو فرصت پیدا شي زه به د هر ماشوم لپاره هم همداسې وکړم."