نايجريا کې د مور شيدو بانک

د ویډیو تشریح، نايجريا کې د مور شيدو بانک

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نایجیریا کې شاوخوا ۳۰ سلنه ماشومانو ته تر شپږ میاشتو د مور شیدې ورکول کېږي.

له روغتيايي پلوه ثابته شوې، چې ماشومانو ته د مور شیدې ډېرې اوږدمهالې ګټې لري. د همدې ارزښت له مخې، د نړۍ لروبر ډېر روغتونونه د ميندو شیدو بانک ته لاسرسی لري خو افریقا کې بيا دا دود کم دی.

اوس دا دی نایجیریا کې د ميندو شیدو لومړی بانک جوړ شوی دی.

د بي بي سي خبرياله نکيچي اوګبونا هم ورغلې وه، چې وګوري څنګه کار کوي.