زرګونه کاله مخکې ماشومانو ته څنګه خواړه ورکول کېدل؟

له تاریخ مخکې پېر د یوې کورنۍ صحنه

د عکس سرچینه، Archologiederschweiz

د عکس تشریح، له تاریخ مخکې پېر د یوې کورنۍ صحنه
    • Author, هېلن برېګس
    • دنده, @hbriggs

لرغونپوهانو په خاورینو لوښو کې د حیواناتو داسې وازدې موندلې دي، چې د برونزي او اوسپنیز پېر د کوچنیو ماشومانو پر خوارکي رژیم کمیابه رڼا اچوي.

په دې موندنه کې ویل شوي چې د حیواناتو شیدې به ماشومانو ته د مور د تي د شیدو د بشپړوونکو خوړو په توګه ورکول کېدې چې په چټکه وده کې یې مرسته وکړای شي.

د شیدو ډول نامالوم دی، خو ددې امکان ډېر دی چې د وزو او غواګانو شیدې به ورکول کېدې.

د برېسټول پوهنتون ډاکټره جولي ډوني وايي، دا لومړني مستقیم ثبوتونه دي چې ښيي له تاریخ مخکې پېر کې کوچنیو ماشومانو ته څنګه خواړه ورکول کېدل. نوموړې زیاتوي چې دې کار د انسانانو د نسل بقا کې مرسته کړای شوه.

نوموړې بي بي سي ته وویل: "دا ښه خبره ده چې پر تېر تاریخ رڼا واچول شي او پر دې سوچ وشي چې میندو او کورنیو څرنګه څو زره کاله وړاندې خپل ماشومان لویول."

"دا یو حقیقت دی چې موږ ماشومانو ته د حیواناتو شیدې ورکولی شو، خو له تاریخ مخکې د پېر میندو دا کار ددې لپاره کاوه چې ډېر ماشومان وزیږولی شي، چې دا کار یې د نسل د زښت ډېرېدو لامل ګرځېده او دا کار تر اوسه پاتې دی چې موږ نن څنګه ژوند کوو."

د برونزي او اوسپنیزو پېر هغه کوچني لوښي چې ماشومانو ته به حیواني شیدې پکې ورکول کېدې

د عکس سرچینه، University of Bristol

د عکس تشریح، د برونزي او اوسپنیزو پېر هغه کوچني لوښي چې ماشومانو ته به حیواني شیدې پکې ورکول کېدې

شاوخوا ۷۰۰ کاله وړاندې د اروپا معاصر ډبرپېر کې، د ژوندانه بڼه په ژور ډول بدله شوه. د ښکاري ژوندانه بڼه ورکه شوه او خلکو د څارویو او کورنیو حیواناتو ساتلو ته مخه کړه.

انسانانو له حیواني لبنیاتو ګټه اخیستل شاوخوا ۶۰۰۰ کاله پخوا پیل کړي، خو د لرغونو ماشومانو د مړولو د خوراکي سیستم په اړه ډېر مالومات نه شته.

ثبوتونه ښيي چې له تاریخ مخکې پېر کوچنیو ماشومانو ته به له شپږو میاشتو وروسته د مور پر شیدو سربېره نور خواړه هم ورکول کېدل، خو د دوی خوراکي سیستم لاهم نامالوم و.

اوسني عصر کې هم ماشومانو ته په عصري لوښو کې شیدې ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Nature

د عکس تشریح، اوسني عصر کې هم ماشومانو ته په عصري لوښو کې شیدې ورکول کېږي

لرغونپوهانو د لا نورو معلوماتو لپاره خټینو توکو ته مخه کړه، په تېره بیا خټین لوښي چې لرغونتوب یې څه باندې ۵۰۰۰ کلونو ته رسېږي.

د درېیو هغو کوچنیو "بوتلو" منځپانګه یې وازمویله، چې له ماشومانو سره په برونزي او اوسپنیزو عصرونو کې (د ۱۲۰۰ او ۴۵۰ ترمنځ تر میلاد وړاندې موده) کې خښ کړل شوي وو.

د تازه شیدو په ګډون له حیواني تولیداتو څخه د غوړیو رامنځ ته کېدو په اړه د ګوتو نښې وموندل شوې.

په دې طریقه د شیدو ورکولو خطر هم درلود؛ ځکه چې د بوتلو سم پاکول ګران کار و او ماشومانو په عفونت هم ورسره اخته کېدای شوی.

پر دغې څېړنې -چې په "نېچر" مجله کې خپره شوې ده- د تبصرې په توګه، د نیوزیلنډ اوتاګو پوهنتون سیان هالکرو وايي، دا چاره لا نور کار ته اړتیا لري چې د تي ردوونکي ماشوم په خوراکي سیستم کې د شیدو ورګډلو د اغېز په اړه لا ډېر څه وموندل شي.

.