د هند تاریخي فضايي توغندی د سپوږمۍ مدار ته دننه شوی، موخه یې سویلي قطب دی

د عکس سرچینه، ANI
د هند فضایي اداره وايي، چې د چندریان-۳ په نامه توغندی یې د سپوږمۍ مدار ته دننه شوی دی.
د چندریان ـ ۳ ماموریت د جولای پر ۱۴ مه نېټه پیل شو. دې ماموریت کې سپوږمۍ ته یو داسې ماشین استول شوی، چې له سپوږمۍ کرد چاپیره به ګرځي.
بل دا چې د سپوږمۍ پر ځمکه به ځای په ځای کېني او شاوخوا ارزونه به کوي او درېیم ماشین یې لکه موټر داسی دی د سپوږمۍ پر ځمکه به هرې خوا ته ګرځي.
یاد ماموریت به هڅه وکړي، د سپوږمۍ پر ځمکه موټر ته ورته ماشین او ځای په ځای ناست ماشین د اګست په ۲۳ یا ۲۴مه ښکته کړي.
که دا ماموریت بریالی شي، هند به په نړۍ کې لومړنی هېواد وي، چې خپل فضايي ماشینونه د سپوږمۍ په سویلي قطب کې ځای پر ځای کوي.
تر دې دمه انسانان د سپوږمۍ د سویلي سیمې په اړه ډېر کم معلومات لري.
له بل اړخه هند به په حقیقت کې له امریکا، پخواني شوروي اتحاد او چین څخه وروسته څلورم هېواد شي، چې سپوږمۍ ته یې په بریالیتوب سره سفر وکړ.
چندریان ـ ۳ فضايي بیړۍ د ځمکې په مدار کې له یوې اوونۍ څخه د زیاتې مودې په تیرولو سره د سه شنبې په ورځ د سپوږمۍ د مدار په لور له یوه بشپړ ځواک سره وروتوغول شوه.

د عکس سرچینه، ISRO
چندریان ـ ۳ د سپوږمۍ پر لور د هند درېیم ماموریت دی او تمه دا ده، چې د خپلو لومړیو دوو ماموریتونو د پایلو په رڼا کې خپلو چارو ته دوام ورکړي.
چندریان - ۳ توغندی د خپلې لړۍ له لومړي ماموریت څخه ۱۳ کاله وروسته سپوږمۍ ته واستول شو.
هند په خپل لومړي ماموریت کې د سپوږمۍ پر مخ د اوبو د مالیکولونو شته والی کشف کړ او ثابته یې کړه، چې د سپوږمۍ پر ځمکه د ورځې لخوا یو ډول فضا رامنځ ته کېږي.
تر دې مخکې هند د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې سپوږمۍ ته د چندریان-۲ په نوم یو توغندی استولی و.
د هند د فضايي څېړنو د ادارې مشر سریدار پانيکر سومانات وايي، دوی د دویم توغندي چارې په پوره پاملرنې سره ارزولې او په چندریان- ۳ کې د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره یې ترې ګټه اخیستې ده.
چندریان-۳ نږدې ۳۹۰۰ کیلو ګرامه وزن لري او ۷۵ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.











