کایناتو کې څپې: ساينسپوهانو يې لومړني شواهد موندلي
ساینسپوهانو د ټیټې فریکونسۍ لروونکو جاذبې څپې لومړني شواهد موندلي دي چې فکر کېږي په دوامداره توګه په فضا کې تېرېږي.
دوی باور لري چې دغه څپې د لریو کهکشانونو په زړه کې د ډېرو لویو تورو کندو یا سوریو د ټکر له امله رامنځته شوې وي.