جېمز وېب د یوه لرې ستوري وروستۍ شېبې ثبت کړې دي

د عکس سرچینه، PA Media
فضايي ټېلسکوپ جېمز وېب د یوه خورا لرې ستوري د ژوند وروستي پړاونه په زړه پورې عکسونو کې ثبت کړي دي.
دا عکسونه یوه داسې صحنه ښيي، چې د ستوري له چاودنې وروسته خواره شوي ګازونه سوځي او رنګینې ګردې حلقې یې جوړې کړې چې دا حلقي رنګ د نیبولا په نوم یادېږي.
دا خواره ګازونه (نیبولا) له موږ څخه ۲۶۰۰ نوري کاله لرې دي، او دا حالت یو مړ ستوری ښيي، چې د یوې زورورې چاودنې له کبله خپله بهرنۍ برخه یې په فضا کې شيندلې ده.
ساینس پوهان وايي، چې دا انځورونه د ستورو د ژوند پړاونو په اړه ژور معلومات وړاندې کوي.
د دې څېړنې مشر ډاکټر مایک بارلو په وینا، دا انځورونه سربېره پر دې چې بهر ته شیندل شوي د ستوري د ګازونو رنګینې حلقې ښيي. خپله د ستوري دنننۍ برخې انځور هم په غوره ډول وړاندې کوي.
نوموړی وايي،"موږ د یوه ستوري وروستي پړاونه وینو چې دا په حقیقت کې د لمر ډېر لرې راتلونکې ښيي. جیمز ویب تلسکوپ د فضايي نظامونو پېښو ته یوه نوې کړکۍ ورپرانیستې ده. "
د ښاغلي مايک بارلو په وينا، "موږ کولی شو دا رنګ نیبولا د یوه لابراتوار په توګه وکاروو او دا مطالعه کړو چې یو ستوری څنګه رامنځ ته کېږي او څنګه وده کوي."
نیبولا نوم اتلس مې پېړۍ ته ورګرځي کله چې د هغه مهال مشهور ستوري پېژندونکي ویلیم هرشل د ګازونو دې ګرده کړۍ د سیارې ګومان کړی وه او د نیبولا په نوم یې نوموله وه چې وروسته معلومه شوه چې دا سیاره نه بلکې تش پاتې شوني یې دي.

د عکس سرچینه، NASA, ESA AND THE HUBBLE HERITAGE
د ګازونو دا ګرده کړۍ (رنګ نیبولا ) د "planetary nebulae", په نوم مشهوره ده دا د فضايي جوړښتونو څخه ده چې ګردو حلقو په شکل ښکاري او د دوبي په میاشتو کې د وړو دوربینونو په مټ هم لیدل کېدای شي.
د ګازونو ګرده کړۍ (نیبولا) هغه وخت رامنځ ته کېږي چې یو ستوری له منځه ځي او چادونه کوي له دې چاودنې سره خپل ډېری مواد په فضا کې شیندي.
د مانچسټر په پوهنتون کې د سیارو پروفیسور البرټ زیلسټرا وايي: "د دې عکسونو توضیحات حیرانونکي دي، د هر هغه څه په پرتله چې موږ مخکې لیدلي وو."
دی وايي، "موږ پوهېږو چې نیبولا ښکلي وي. خو هغه څه چې موږ یې اوس ګورو حیرانونکي دي."











