ناسا سپوږمۍ ته د توغندي توغولو چمتووالی بشپړ کړی

Jets fly over the launch pad

د عکس سرچینه، NASA

د امریکا فضايي اژانس ناسا سپوږمۍ ته د خپل نوي ځواکمن توغندي توغولو ته شیبې شمېري.

دا توغندی سپېس لانچ سیستم (اېس اېل اېس) نومېږي او تر دې دمه د ناسا تر ټولو ځواکمن فضايي توغندی دی.‌

دا فضايي بېړۍ د ارتېمیس پروژې بنسټ ږدي چې هدف یې له ۵۰ کلنې ناسوبتیا وروسته یو ځل بیا د سپوږمۍ سطحې ته د انسانان لېږدول دي.

ټاکلې د دې بېړۍ لېږدوونکی توغندی په ځايي وخت دوشنبه د سهار ۸ بجې او ۳۳ دقیقې فلورېډا کې له کېنېډي فضايي مرکزه وتوغول شي.

د دغه توغندي د توغېدو هدف دا دی چې د اوریون په نوم یوه امتحاني خونه (کېپسول) له ځمکې فضا ته ولېږدوي.

دا فضايي بېړۍ به د سپوږمۍ پر ستر مدار وڅرخي‌ او شپږو اونیو کې به د ارام سمندر پر سر بېرته ځمکې ته راستنه شي.

تمه ده چې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان به د کېنېډي له کڅونو د دغه ستر توغندي د توغېدو ننداره وکړي.

SLS as seen from space

د عکس سرچینه، ©2022 Maxar Technologies

د دې امتحاني توغونې پر مهال د "اېس اېل اېس" اوریون خونه کې ستور مزلي نشته، خو که له ازمېښته بریالی ووته نو په راتلونکې کې به په داسې ګڼو پلان شویو پېچلو ماموریتونو کې ترې ګټه واخیستل شي.

د سپوږمۍ سطحې ته د انسانانو استولو ارتېمیس پروګرام پیل اصلا ۲۰۲۴ کال ته پلان شوی دی.‌

د ناسا ستورمزلې رنډي برېسنیک وايي دې لومړۍ الوتنه کې د بېړۍ خوندیتوب ازمویل کېږي او د احتمالي خطرونو له مالومېدو او حل کېدو سره به یې دویمه الوتنه سپرلۍ هم ولري.

د انجنیرانو اندېښنه دې ته ده چې وګوري د ستورمزلو لېږدېدو ته د جوړې شوې خونې 'اوریون' د تودېدو مخنیوي ډال د ځمکې اتموسفیر ته د بېرته راګرځېدو پر مهال څنګه پایله ورکوي.

د ویډیو تشریح، د ناسا نوی توغندی: سپوږمۍ ته يې تګ ته چمتو کوي

دوی وايي ځمکې ته د راګرځېدو پر مهال به د اوریون چټکتیا ساعت کې ۳۸ زره کیلومترو وي، چې د غږ تر سرعت ۳۲ ځله ډېره ده.‌

تمه ده چې ارتېمیس پروژه به راتلونکې کې مریخ ته د انسانانو د لېږلو پروګرام ته هم لار پرانیزي.

د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما مریخ ته د انسانانو د استولو پروژې ته ۲۰۳۳ کال ټاکلی و.