ناسا له سپوږمۍ د ډبرو راوړلو لپاره یوه شرکت ته یو ډالر ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا فضايي اداره ناسا یوه شرکت ته له سپوږمۍ نه د ډبرو راوړلو لپاره یو ډالر ورکوي. د پنجشنبې په ورځ (ډسمبر دریمه) ناسا له لونر اوټپوسټ شرکت سره قرارداد وکړ چې له سپوږمۍ نه به ورته ډبرې ټولوي.
دغه راز له دریو نورو شرکتونو سره هم له سپوږمۍ نه د ډبرو ټولولو په برخه کې د کم لګښت قراردادونه شوي چې یو یې په کالفورنیا، بل یې په ټوکیو او دریم هغه یې اروپايي شرکت دی.
ناسا به دغو کمپنیو ته له سپوږمۍ نه د ډبرو ټولولو او له پنځوسو نه تر پنځه سوه ګرامه خاورې ټولولو په خاطر پېسې ورکوي.
د ناسا یوه ویاند وویل:
''دا شرکتونه به له سپوږمۍ نه ډبرې او خاوره ټولوي او موږ ته به شواهد ښيي چې له سپوږمۍ نه یې راوړي دي. ''
د لونر اوټپوسټ شرکت مشر جسټن سیروس له بي بي سي سره په خبرو کې ویل چې له سپوږمۍ نه د ډبرو ټولولو ماموریت به یې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې پیل شي خو دوی له ګنو نورو فضايي شرکتونو سره کار کوي چې که وکولای شي دا ماموریت له ټاکلې نېټې مخکې پیل کړي.
د امریکا په کالوراډو کې مطشت دغه رباټیک شرکت ته به د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د ډبرو ټولولو په خاطر یو ډالر په دریو قسطونو کې ورکول کېږي. د
دې شرکتونو لپاره له سپوږمۍ نه د خاورې او ډبرو ټولولو ماموریت ګټه مالي نه بلکې دا ده چې وبه کولای شي چې په لومړي ځل سپوږمۍ نه توکي ځمکې ته راوړي. ښاغلي سیروس دا د بېلګې یو ماموریت وباله.
د لونر اوټپوست شرکت اوس مهال له ګڼو نورو شرکتونو سره د دې ماموریت په اړه خبرې کوي چې یو په کې د بلو اوریګن شرکت دی چې څښتن یې د امازون شرکت بنسټګر جیف بیزوس دی.
دغه راز جاپاني شرکت آی سپیس ته به په ۲۰۲۲ کال کې ناسا له سپوږمۍ نه د ډبرو ټولولو په خاطر پنځه زره ډالر ورکوي.
خبره ده پېسو نه ده
فضايي کارپوهان وايي فضايي شرکتونو ته د ناسا له خوا ان د یوه ډالر ورکړه هم مهمه ده. سینډ اوسلیوایان چې د فضايي چارو کارپوه ده وايي:
''دلته خبره د پېسو نه، بلکې د سوداګرۍ او قانوني نورمونو د رامنځته کولو ده چې له ځمکې بهر پېریدونکو او پلورونکو ته مارکیټ برابروي. ''
په زړه پورې دا ده چې لونر اوټپوسټ شرکت ته به یو ډالر په دریو قسطونو کې ورکول کېږي، لس سینټه د قرارداد کولو پرمهال، لس سینټه د ماموریت پېلولو پرمهال او اتیا سینټه هله چې ناسا تایید کړي چې راټولې کړې ډبرې د سپوږمۍ دي.
د لونر اوټپوسټ شرکت مشر ښاغلي سیروس په دې اړه د ټوکې په ډول وویل:
''هو دا یو ډالر به په دریو مهمو قسطونو کې راکول کېږي، دوه ځل لس لس او یو ځل اتیا سینټه. ''
دا په داسې حال کې ده چې د چین د چینج پنځه لونر په نامه فضايي بیړۍ له سوږمۍ نه ځمکې ته له ځینو بیلګو سره د بېرته راتللو په حال کې ده.












