فضايي خځلې "ساعتيبمونه"؛ انسانانو ته ترې څه خطر پېښ دی؟
د انسان په لاس زرګونه جوړ شیان فضا کې د ځمکې په مدار څرخي او ډېر یې اوس فعالیت هم نه کوي.
دا خطر شته چې دغه فضايي خځلې دې له هغو فعالو سپوږمکیو سره وجنګېږي چې دمګړۍ انسانانو ته ډېر مهم خدمات ترسره کوي.
پروفیسور موریبا جاه او ملګرو یې د AstriaGraph په نوم یوه فضايي نقشه جوړه کړې چې دغه شیان پکې هر وخت کتل او څارل کېدای شي. د دوی دا نقشه ټولو ته پرانیستې او د لاسرسي وړ ده.