نړیوالې فضا ته د لومړنۍ سعودۍ ستورمزلې ریانه برناوي سفر

د عکس سرچینه، @Astro_Rayyanah
د یکشنبې په ورځ (مې ۲۱مه) د ریانة برناوي په نامه یوه سعودۍ فضا ته ولاړه او په دې لس ورځني علمي ماموریت کې به نړیواله فضايي اډه کې څېړنې کوي.
تر دې وړاندې دوه نور سعودیان فضا ته ختلي وو.
د سعودي دا ستورمزلي امریکا کې د فالکون ۹ توغندي او ډراګون فضايي بېړۍ پروګرام کې فضا ته روان دي.
ریانه لومړنۍ سعودۍ ده چې فضا ته الوځي. هغه د خپل عمر دریمه لسیزه کې ده چې ریاض الفیصل پوهنتون کې یې طبي علومو کې ماسټري کړې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
هغې په سرطاني ژونکو کې نهه کاله څېړنه هم کړې ده او فضا کې به خپلې طبي او چاپېریالي څېړنې هم کوي.
د سعودي دا ستورمزلي په وینه کې د بیولوژیکي نښو د بدلون په باب هم څېړنه کوي.
برناوي به له یوه بل سعودي جنګي پیلوټ علي القرني سره هم فضا کې یوځای شي. القرني د پیلوټۍ ۱۲ کاله تجربه لري او ټول ټال یې تر ۲۳۰۰ ګړیو (ساعتونو) ډېرې الوتنې کړې دي.
دوی به د کوچنۍ جاذبې چاپېریال کې ساینسي څېړنې کوي چې دا په نړۍ کې د روغتیايي او چاپېریالي څېړنو په باب یو ډول نوې څېړنې ګڼل کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
سعوودي تر متحده عربي اماراتو وروسته دویم عربي هېواد دی چې فضا ته خپل کسان استوي.
متحده عربي اماراتو د سلطان النیادي په نوم پخپله لومړني اوږدمهاله فضايي ماموریت کې له "ناسا" او "سپېس اېکس" سره په همکارۍ فضا ته استولی دی.
اماراتۍ نورا المطروشي لومړنۍ اماراتۍ او عربه ده چې له نړیوالو ستورمزلو سره یوځای شوې ده.











