د کایناتو تازه او شفاف انځورونه

د ویډیو تشریح، د کایناتو تازه او شفاف انځورونه

د ناسا، اروپا او کاناډا فضايي ادارو د نړۍ تر ټولو پرمختللي، جېمز وېب فضايي ټېلېسکوپ د کایناتو انځورونه خپاره کړي، چې تېر کال فضا ته توغول شوی و. خورا عجيب انځورونه، چې تر دې وخته د کایناتو تر ټولو ژوره او تر ټولو مفصله ننداره وړاندې کوي. ساينسپوهان وايي کله يې چې وليدل حيران شول، له خورا لرې اسمانونو رڼا ګانې، چې موږ ته یې رسېدو په ميليارډو کلونو وخت نيولی دی.