پر پرېکنده لهجې سربېره، لا هم اسرائیل ځمکني یرغل ته زړه-نا زړه دي

اسرائیل

د عکس سرچینه، REUTERS

په غزه یو وار بیا اسرائيلي پوځ د شپې بریدونه وکړل. د اسرائيل په سوېل کې د غزې په شاوخوا لس کیلومترۍ کې د بي بي سي خبریال جرمي باون وايي په غزه کې يې د درنو چاودنو او بمباریو غږونه اورېدل او له غزې يې دودونه لیدل چې پورته کېدل.

دلته د جرمي باون او د فرنک ګارډنر شننې راخیستل شوې دي

له پخوا راهیسې د اسرائیل او د دوی پوځي تګلاره دا وه چې څرنګه به یو څه راپورته کېدل دوی به په چټکۍ عمل کاوه او هغه به يې له منځه وړل.

خو دا ځل زړه نازړه دي. دا تر یوه بریده د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په شخصیت پورې هم اړه لري، چې د هغه له توندو شعارونو سره سره يې هیڅکله اسراییل په جګړه کې نه دي ښکېل کړي.

هغه تل د نتیجې په اړه ډیر محتاط او اندیښمن وي - او هغه ویرېږي چې له سیاسي اړودوړ او مقاومت سره به مخ شي، په تېره بیا دا چې که پوځي اقدامات يې بې نتیجې شي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

نتنیاهو وار له مخه د اداري فساد د جدي تورونو لپاره محاکمه کیږي، هغه څه چې تر بنده يې رسولی شي، نو د هغه په سر کې د ځان ساتنې فکتور شته او دا به د هغه د ځان ساتنې عادت نور هم پیاوړی کړي.

پر دې سربېره د ۲۲۹ یرغمل شوو کسانو مسئلې قصه ډېره پیچلې کړې.

اسرائیلو د دې په اړه د فکر کولو وخت درلود - او د کورنیو او نورو لخوا خورا په لوړ غږ ویلي شوي چې ځواکونه دې غزې ته نه ننوځي او دا یرغمل شوي دې په خطر کې نه اچوي چې دا هم بې شکه د ځمکني برید د ځنډېدو یو عامل دی.

بله خوا د بي بي سي بل خبریال فرنک ګارډنر په دې اند دی چې په سوریه کې د امریکا برید هم د غزې او اسرائیل له حساسې جګړې سره تړلی.

امریکا په ډیر درد سره وايي چې د سوریې په ختیځ کې د شپې عملیات په غزه کې له روانو حالاتو سره تړاو نه لري او دا چې له اسرائیلو سره پرې همغږي نه ده شوې او ګنې دا چې دا د ځان د دفاع یو جلا اقدام دی.

پنټاګون وايي، د سوریې او عراق تر منځ پر پوله د امریکا پر اډه په تېرو څو ورځو کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو ۱۹ ځله بریدونه کړي دي.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

دوی هڅه کوي خپل هغه اقدام پرې پټ کړي چې پکې یې F-16 جنګي الوتکو د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو د مهماتو یو مرکز په نښه کړی او په دې ډول يې ایران ته ښکاره خبرداری ورکړی چې پر ځای کېني.

خو پنټاګون يې که هر څومره پټ کړي، دا برید به په سیمه کې د اسرائيل په ملاتړ د امریکا مستقیم اقدام وبلل شي. که څه هم لا تر اوسه یې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په تړاو کره معلومات نشته.

امریکا ته په عربي نړۍ کې وار له مخه د اسرائیل د پیاوړي ملاتړي په نظر کتل کېږي او له همدې امله امریکايي اډې د تیارسۍ او خبرداري په حال کې دي.

یو له هغو دلایلو چې ولې امریکا له اسراییلو غوښتي چې پر غزې ځمکنی برید وځنډول دا دی چې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو له بریدونو خپل هوايي ډال یا دفاعي سیستمونه خپلو اډو ته ورسوي.

امریکا په مینځني ختیځ کې ډیری هوایی اډې لري چې تقریباْ په ټولو خلیجي هیوادونو کې شته چې اوس د پراکسي یا نیابتي ډلو د بریدونو له وېرې د پوره لوړ خبرداري په حال کې دي.

او ګڼ نور خوځنډ اړخونه يې هم شته.