غزه د یوه مرستندویه کارکوونکي له سترګو؛ انسانيت چې ټوټه ټوټه شوی

خبرداری: دا راپور ځینې خواشینونکې برخې لري
څېره یې هغه شان نه ښکاري لکه چې وه، د ماشومانو بې روحه جسدونه له خاورو را ایستل کېږي، خېمې له هغو جسدونه ډکې دي چې په سپینو کفنونو پوښل شوي، ودانۍ په هوایي بریدونو کې ویجاړې او هوارې شوې دي.
محمود بدوي هغه انسانیت لیدلی چې چاودلی، سوځېدلی او ټوټې ټوټې شوی دی.
نوموړی وايي، "شرایط لږ سخت نه دی. د امبولانس چلوونکي په توګه، تاسو کولی شئ وګورئ چې څه تېرېږي." دا که یو مات شوی سر وي، یا پرې شوی لاس او پښه وي، د دې له لیدلو سره عادت شوي یم."
د ده امبولانس په ویجاړیو کې له یوه ځایه بل ته ځي. د غزې په تنګو کوڅو کې، یو ځای د هوایي برید له امله د ټپي شويو دوو ماشومانو لېږدولو لپاره درېږي. یو سړی په غېږ کې له یوې کڅوړې سره ورنژدې کېږي؛ هغه په غېږ کې یو ماشوم نیولی چې سخت ټپي دی.
دی له هغو ملګرو او له مرستندويانو چې د ټپيانو په لېږدولو کې د مرستې غوښتنه کوي، چې ماشوم په احتياط سره ولېږدوي، وايي "د ناصر د سر کاسه خلاصه/ ماته ده."
خو محمود خپل ارامتیا ساتي. داسې نه ده هغه څه چې دی یې ګوري نه یې احساسوي، بلکې هغه حالت او شرایطو ته اړتیا لري چې وکولای شي فکر راټول کړي چې ژغورلو ته اړتیا لري.

کله یې چې د بي بي سي له یوه خبریال سره خبرې کولې، د توغندي د لګېدو غږ شو "هغه څه چې دلته روان دي له امله یې چندان ارام نه یو. حالات ډېر خراب دي. اوس هڅه کوو هغه ځایونه چې بمبار شوي، ویې لټوو، ټپیانو او مړو ته ځان ور ورسوو."
په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، چې د حماس د سیاسي څانګې له خوا اداره کېږي، په تېره یوه اوونۍ کې په سیمه کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې نژدې شپږ زره کسان وژل شوي، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی نژدې یو پر درېیمه روغتونونه او دوه پر درېیمه طبي مرکزونه د بریدونو له امله د زیان او یا د سون توکو نشتوالي له امله مجبور شوي خپل فعالیتونه ودروي. دغه نړیوال بنسټ وايي، په راتلونکو ورځو کې په غزه کې سون توکي په خلاصېدو دي چې له امله به یې طبي چوپړتیاوو ته لومړیتوب ورکول له سختې پرېکړې سره مخ شي.
اسرائیلو غزې تړانګې ته د تېلو د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې او وايي ښايي حماس ګټه ترې واخلي. په ورته وخت کې اسرائیلو حماس ډله د شته تېلو په زېرمه کولو تورنه کړې ده.
د ځمکې پر دې وړې ټوټې جګړه د یوې شېبې لپاره نه درېږي. د غزې ټوله مساحت ۳۶۵ کیلومتره مربع دی او شپه او ورځ ځپل کېږي.
اسرائیلو د غزې شمالي سیمو شاوخوا یو میلیون اوسېدونکو ته امر کړی و چې خپل کورونه پرېږدي او د غزې سوېل ته ولاړ شي، چې ځواکونه یې وکولای شي "حماس" په نښه کړي او ملکي وګړي له هوايي بریدونو خوندي شي. خو د غزې پر سوېلي سیمو هم د اسرائیلو هوايي بریدونه، چې زرګونه کسان پکې د پناه اخیستو لپاره ورغلي، دوام لري.

په غزه کې هره ورځ او شپه د خلکو لپاره د نهیلیو له غوراوي ډکه ده: "وتښتي که نه، چېرته وتښتي، او که تښتي نو چېرې پناه واخلي."
په دې حالت کې، مرستندویه ډلې هم د استراحت او پناه اخیستو لپاره خوندي ځای نه لري.
کله چې محمود له کوره بهر کار کوي، د خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو په اړه اندېښمن وي، همدا شان هغوی هم د ده په اړه اندېښنه کوي. کله چې بمبارۍ سختې وي، محمود هڅه کوي په ساعت کې یو ځل کور ته زنګ ووهي.
خو په تیلیفون زنګ وهل هم ستونزمن دي، "په دې حالت کې له کورنۍ سره اړیکه هم ستونزمنه ده. حتی د زنګ وهلو او د دې معلومولو لپاره چې دوی روغ دي که نه، موږ ستونزه لرو."
محمود وايي، خپل اولادونه يې ټولنې د خدمت کولو په روحیه روزلي او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړي دي. هغه پر خپلو اولادونو وياړي. د ده یوه لور د طب زده کونکې ده چې د خپل پلار کار او د غزې په جګړه کې د خپل ماشومتوب تجربې څخه یې الهام اخیستی. بل زوی یې هم نرس دی او بل زوی یې ښوونکی دی.
کله چې د شپې د بمبارۍ غږ ودرېږي. محمود د امبولانس او د کثافاتو د ډنډ تر منځ ودرېد، پر خپل کیڼ لاس تکیه کوي اوراتلونکي بېړني حالت ته انتظار باسي. هغه د یوې شېبې لپاره بې حرکته ولاړ دی او لېرې ګوري. سترګو یې هغه څه چې لیدلي، له غمه ډکې دي.
د نورو خبریالانو په مرسته: په غزه کې مجید فتحي، ګیشلت مینراد، الیس ډویارډ، حنین ابدین او په بیت المقدس کې د فیسي ډله.








