امریکا تر کومه حده له اسرائیل سره مرسته کولی شي؟

امریکا اسرائیل ملاتړ

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, جنتن بېل
    • دنده, بي بي سي

امریکا تل ټينګار کړی چې د اسرائیلو بې دریغه ملاتړ کوي او دې لړ کې یې له اسرائیل سره پراخې پوځي مرستې کړي دي. خو په سیمه کې د تېرو ناخوالو اغیزو ته په کتو چې لا هم شته دي، آیا د امریکا د ښکیلتیا څه حد هم شته؟

پر اسرائیل د حماس له برید وروسته په لومړي غبرګون کې د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل لوری معلوم کړ، ده وویل: "امریکا د اسرائیل تر شا ولاړه ده، هر څوک چې له دې وضعیت ګټه اخېستل غواړي یوازې یو څه ورته وایم، داسې مه کوئ."

د هغه په دې وینا کې ایران او ملګرو ته یې ښکار پیغام وو. په تېرو څو ورځو کې په عراق او سوریه کې پر میشتو امریکایي سرتیرو څو ځله بریدونه شوي دي. پينټاګون ویلي سره سمندرګي کې یې هغه توغندي په هوا کې شنډ کړي چې له یمنه توغول شوي وو او ښايي هدف یې اسرائیل وو.

امریکا وار له مخه د مدیترانې سمندر په ختیځ کې د الوتکو لیږدوونکې جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې او نږدې راتلونکې کې همداسې یوه بله بیړۍ هم هلته استوي. دواړه بیړۍ له اویا زیاتې الوتکې لیږدوي. بایډن دغه راز زرګونه سرتیرو ته د تیارسي امر کړی چې د اړتیا په صورت کې سیمې ته واستول شي.

امریکا د اسرائیل ستر پوځي ملاتړی دی او هر کال د شاوخوا ۳.۸ ملیارده ډالرو په ارزښت دفاعي مرسته ورسره کوي.

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې امریکا کې جوړې شوې الوتکې کارول کیږي، د اوسپنیز ډال په نوم د اسرائیل د هوايي دفاع سېسټم او نورې کنټرولیدونکې وسلې هم امریکایۍ دي.

غزه اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

په تېر کې امریکا دا نوې وسلې آن وړاندې له دې اسرائیل یې غوښتنه وکړي ورکړي دي. تېره جمعه جوبایډن له کانګرسه وغوښتل چې له اسرائيل سره د ۱۴ ملیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرسته منظوره کړي. دا به د هغو ۱۰۵ ملیارده ډالرو مرستې یوه برخه وي چې اسرائیل یې له امریکا سره کوي.

یوه ورځ وروسته د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې راتلونکو څو ورځو کې به د هوايي دفاع تر ټولو پیاوړي سیسټم ( تاډ ) دوه دستګاوې او د پاټریوټ نورې اضافي دستګاوې منځني ختیځ ته واستوي.

خو پوښتنه داده چې آیا د امریکا ولسمشر د ټاکنو په درشل کې چمتو دی چې په یوه بله جګړه کې ښکیل شي؟ سیمه کې د امریکا پخوانیو پوځي ښکیلتیاوو ثابته کړې چې امریکا ته له سیاسي، اقتصادي او امریکایانو ژوند ته ګواښ له پلوه په لوړه بیه تمامې شوي دي.

امریکا کې د اسرائیل پخوانی سفیر مایکل اورین په دې نظر دی چې ولسمشر بایډن سیمې ته د الوتکو لیږدوونکو بیړیو استولو سره د ښکیلتیا لپاره لومړی ګام اخستی.

خو واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د انسټیټیوټ د نړیوال امنیت د څانګې مشر سیت جې جونز وايي امریکا به پر غزې جګړه کې پوځي ښکیلیدوته ډېره زړه نازړه وي.

دی وايي جګړه کې له ښکیلیدو پرته د جنګي بیړیو استول ښايي مناسب ګام وي، ځکه دا بیړۍ د استخباراتي معلوماتو په راټولو او د هوايي دفاع برخه کې ښې وړتیاوې لري. خو دی زیاتوي پوځي ښکیلتیا ښايي تر ټولو وروستۍ لاره وي.

په شمال کې د حزب الله ډلې له لوري ګواښ په لومړي ګام کې د اسرائیل او امریکا دواړو لپاره اندېښمنوونکی دی. د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې په غزه کې د حماس پرتله لوی ګواښ ګڼل کیږي. دا ډلې شاوخوا ۱۵۰ زره توغندي لري او له هغو پياوړي دي چې حماس یې کاروي. دې ډلو لا له وړاندې پر اسرائیل یو شمېر توغندي توغولي او اسرائیل یې هم ځواب ویلي.

ښاغلی اورین ویره لري چې حزب الله ښايي په داسې حال کې ښکیل شي چې اسرائیلي ځواکونه غزې ته ننوتې او له جګړې ستړې وي.

نوموړی وايي که داسې وشي نو ښايي امریکا په لبنان کې د هوا له لارې بریدونه وکړي او د ځمکنیو ځواکونو استولو ته اړتیا نه ویني.

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران

د عکس سرچینه، Getty Images

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیرانو انټونې بلېنکن او لویېډ اسټېن دواړو ټينګار کړی که وضعیت نور هم ترینګلی شي او یا د امریکا پر پوځیانو برید وشي نو امریکا به غبرګون ښيي.

که بل اړخ ته وکتل شي اسرائیل هم له حماس سره په روانه جګړه کې د مخامخ پوځي ملاتړ غوښتنه نه ده کړي. اسرائيل کې د عبري پوهنتون پوځي تاریخ پوه ډاني اوربچ وايي د ا سرائيل د پوځي دوکټورین له مخې پوځ باید وکولی شي له خپله ځانه دفاع وکړي.

اسرائیل ته د جوبایډن څو ورځې وړاندې سفر وښودله چې د امریکا ملاتړ مشروط دی. ده له اسرائیلو وغوښتل چې غزې ته بشري مرستې ور پریږدي او اسرائیل دې غزه نه اشغالوي. بایډن سي بي اس تلویزیون ته ویلي که اسرائیل داسې څه وکړي نو دا به لویه تېروتنه وي.

خو د اسرائیل په ملاتړ د امریکا د مخامخ ښکیلتیا څو مثالونه شته. په ۱۹۹۱ کال کې خلیج جګړه کې له ښکیلتیا وړاندې د عراق د سکاډ توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره اسرائيل ته د پاټریوټ دفاعي سیسټم استول یو داسې ګام وو چې بېلګه یې نه وه لیدل شوې.

دا هم واقعیت دی چې امریکا په ډېرو مواردو کې پر اسرائیل خپل پوځي نفوذ د اسرائیل د مهارولو لپاره کارولی دی.