پنټاګون: ایران لخوا د کړکېچ ډېرېدو له کبله منځني ختیځ ته دفاعي سیستمونه استوو

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي "د ایران او د نیابتي ځواکونو لخوا یې د منځني ختیځ لروبر ډېرېدونکو کړکېچونو" ته د لمن وهلو له کبله دې سیمې ته د توغندیو پرمختللي دفاعي سیستمونه استوي.
د امریکا دفاع وزیر همدا راز په سیمه کې د اضافي امریکايي ځواکونو "ځای پر ځای" کېدو ته د "چمتووالي" د امر خبر ور کړی دی.
د پنټاګون د اعلامیې له مخې منځني ختیځ ته به د هوايي دفاع تاد (THAAD) او پاتریوټ (Patriot) سیستمونه ژر واستول شي.
تاد یا د "لوړې ارتفاع دفاعي ترمینال" د امریکا د توغندیو تر ټولو پرمختللی دفاعي سیستم دی.
دغه سیستم په ځانګړې توګه وروستي پړاو کې د لنډ او منځني واټن بالېستیک توغندیو د کشف او لمنځه وړلو لپاره ډیزاین شوی دی.
همدا راز پاتریوټ سیستمونه هم له کروز او تاکتیکي بالېستیک توغندیو سره د مقابلې وړتیا لري.

اضافي امریکايي ځواکونه
د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیه کې همدا راز سیمه کې د نورو ځواکونو ځای پر ځای کولو لپاره د اړین "چمتووالي" د امر خبر ورکړ شوی دی.
خو په اعلامیه کې دا نه ده ډاګیزه شوې، چې منځني ختیځ ته به څومره ځواکونه واستول شي.
د امریکا متحدو ایالتونو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو راهیسې پام وړ اندازه ځواکونه او تجهیزات د مدیترانې سمندر ختیځ ته استولي دي.
په دغو تجهیزاتو کې د جنګي الوتکو دوه لېږدونکې بېړۍ، ملاتړې کښتۍ او شاوخوا ۲۰۰۰ سمندري ځواکونه شامل دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، دغه تازه ګام له ولسمشر جو بایډن سره له مفصلو خبرو اترو وروسته د دې لپاره اخیستل کېږي، چې په سیمه کې خپل دریځ ځواکمن او "مخ نیوونکې" وړتیا پیاوړې کړي.
پنټاګون مشخصآ د ایران او د دغه هېواد د نیابتي ډلو یادونه کړې چې د دوی په وینا ټول منځني ختیځ کې د کړکېچ اور ته لمن وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل را وروسته په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه ډېر شوي دي.
هممهاله د لبنان حزب الله غورځنګ هم چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، له اسرائیلي ځواکونو سره پر ګډه پوله د بریدونو تبادلې ته دوام ورکړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو حزبالله او ایران دواړو ته خبرداری ورکړی، چې که حماس سره د دوی په جګړه کې ورښکیل شي، نو سخت زیان به وګوري.











