اسرائیلو د غزې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی

د عکس سرچینه، REUTERS
وروسته له هغه چې له غزې پر اسرائیلو زرګونه توغندي وتوغول شول، د اسرائیلو دفاع وزیر یواو ګالانت د غزې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي ګالانت ويلي، "موږ به غزه په بشپړه توګه کلابنده کړو، برېښنا، خواړه، اوبه، ګاز، هر څه به پرې وتړل شي."
اسرائیلي پوځ د غزې په شاوخوا کې نور ځواکونه او تجهیزات هم ځای پر ځای کړي دي او د ځمکني برید لپاره چمتوالی نیسي. د رويټرز خبري اژانس له مخې، اسرائيلي ځواکونه په اشکلون ښار کې راټول شوي دي.
په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، خلک د اسرائیلو د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي، په داسې حال کې چې په سیمه کې هېڅ برېښنا نشته.
په همدې حال کې د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده ویلي، تېره شپه او نن (دوشنبه) پر غزې د اسرائیلو په هوايي برید کې څلور اسرائیلي "بندیان" او د هغوی ساتونکي وژل شوي دي.
وروستيو پرمختياوو ته په کتو د جګړې د پراخېدو په اړه د نړیوالو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به د روان کړکېچ په اړه پرېکړه وشي. مصر هم ویلي چې له اسرائیلو او حماس سره په اړیکه کې دي.
بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د عربي ټولنې له مشر احمد ابو غیط سره کتلي او له دواړو خواوو یې غوښتي چې د شخړو زیاتېدو مخنيوی وکړي.
همدا ډول روسیې د اسرائیلو او حماس په جګړه کې د درېیمې ډلې د ښکیلتیا په اړه خبرداری ورکړی.
روسي رسنیو د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف له خولې ویلي، چې دا څرګندونې یې د امریکا د پرېکړې په غبرګون کې کړې دي.
پرون سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې جو بایډن اسرائیلو ته د "ډېرو مرستو" استولو امر کړی دی.

د عکس سرچینه، REUTERS
د اسرائیلو په سوېل کې د حماس د وسله والو برید کې چې دوه ورځې وړاندې پیل شوی، تر ۷۰۰ زیات اسرائیلیان وژل شوي دي.
په وژل شويو کسانو کې نهه امریکايي وګړي هم شامل دي. سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې د وژل شويو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ټپيانو لپاره يې د ښې روغتيا غوښتنه کړې.
همدا ډول بي بي سي ته له يوې حکومتي سرچينې معلومه شوې چې له لسو زيات بريتانوي وګړي کېدی شي مړه او يا هم لادرکه وي.
په غزه کې د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې بيا د تر ۵۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادراې په وينا غزه کې تر ۱۲۳ زره ډېر کسان بې کوره شوي دي.
دا وروستی تاوتریخوالی د اسرائیلو د تل ابیب بن ګوریون هوايي ډګر ته د ډېرو نړیوالو الوتنو د لغوه کېدو لامل شوي دي.
امریکایي هوایي شرکتونو لکه امریکن ایرلاینز، یونایټیډ ایرلاینز او ډېلټا له لومړیو شرکتونو دي چې په موقت ډول یې اسرائیلو ته الوتنې لغوه کړې دي.
کیتي پیسېک وروستی هوایي شرکت دی چې اعلان یې کړی، له هانګ کانګ څخه یې تل ابیب ته الوتنې ځنډولې دي.
د سویلي کوریا هوایي شرکت د دوشنبې په سهار ورته پرېکړه اعلان کړه.
لفتانزا، امارات، ریان ایر، ایر فرانس، ایر کاناډا او کې اېل اېم هغه نور شرکتونه دي چې تېره ورځ یې تل ابیب ته خپلې الوتنې بندې کړې دي.











