اسرائیلو ته بهرنۍ الوتنې لغوه شوي؛ چین د جګړې مخنیوي لپاره د نړیوالو مرسته غوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو دوو ورځو کې پر اسرائیلو د حماس بریدونه د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر ته د ډېرو نړیوالو الوتنو د لغوه کېدو لامل شوي دي.
امریکایي هوایي شرکتونو لکه امریکن ایرلاینز، یونایټیډ ایرلاینز او ډېلټا له لومړیو شرکتونو دي چې په موقت ډول یې اسرائیلو ته الوتنې لغوه کړې دي.
کیتي پیسېک وروستی هوایي شرکت دی چې اعلان یې کړی، له هانګ کانګ څخه یې تل ابیب ته الوتنې ځنډولې دي.
د سویلي کوریا هوایي شرکت د دوشنبې په سهار ورته پرېکړه اعلان کړه.
لفتانزا، امارات، ریان ایر، ایر فرانس، ایر کاناډا او کې اېل اېم هغه نور شرکتونه دي چې تېره ورځ یې تل ابیب ته خپلې الوتنې بندې کړې دي.
د اې ایف پي د راپور پر بنسټ، د سره سمندر په ساحل کې د ایلات هوایي ډګر ته لا هم نړیوالې الوتنې لاهم روانې دي.
د ایلات هوایي ډګر د اسرائیلو دوهم هوایی ډګر دی.
چين د جګړې د زياتېدو مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د اسرائیلو او غزې په جنوب کې جګړه روانه ده او اسرائیلي پوځ پر غزې د ځمکني برید لپاره تیاری نیسي، چین د جګړې د پراخوالي د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوو دولتونو ترمنځ پر حل لارې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هر هغه عمل مخالفت او غندنه کوي چې ملکي وګړو ته پکې زیان رسېږي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلو پوځ د حماس او اسلامي جهاد وسله والو ډلو د فعالیتونو د شنډولو لپاره چې اوس هم په اسرائیلو کې دي، په عملیاتو بوخت دی. د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، اوس مهال ځینې سیمې د وسله والو له ګواښه خوندي دي.
د اسرائیلو په سوېل کې د حماس د وسله والو برید کې چې دوه ورځې وړاندې پیل شو، تر ۷۰۰ زیات اسرائیلیان وژل شوي دي.
په همدې حال کې اسرائیلي پوځ د غزې شاوخوا کې ځواکونه او تجهيزات زياتوي او تر سلو زرو ډېر ذخیره ځواک یې راغوښتی دی.
په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، خلک د اسرائیلو د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي په داسې حال کې چې په سیمه کې هېڅ برېښنا نشته.
په غزه کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې په وینا تر ۱۲۳ زره ډېر کسان بې کوره شوي دي.











