اسراییل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶۰۰ ته ورسېد

Gaza

د فلسطین حماس غورځنګ لخوا د شنبې پر ورځ د اسراییل پر سویل له برید راهیسې په اسراییلو او غزه کې په روان تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۱۶۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

اسراییلو د حماس بریدونو کې د لږترلږه ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او له غزې تراړې بیا د اسراییل په هوايي بریدونو کې تر دې دمه د نږدې ۷۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.

هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې پر اسراییل برید کې د ۱۱ امریکايانو وژل کېدل هم تایید شوي دي.‌

هغه ویلي ګڼ نور امریکايي‌ وګړي بې‌درکه دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو دوشنبه ومنله چې د دوی سویلي‌ سیمو ته د شنبې پر ورځ د حماس یو شمېر ننوتي وسله وال تر اوسه هم جګړه او مقاومت کوي.

هغه پر غزې د خپلو ځواکونو درانه او مرګوني هوايي‌ ګوزارونه د حماس خلاف د پوځي عملیاتو پیل بللی او دا یې هم ویلي چې په دې تړانګه کې به ځمکني‌ عملیات هم ترسره کړي.

Israel

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت د غزې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی.

هغه ويلي"غزه به په بشپړه توګه کلابنده کړو، برېښنا، خواړه، اوبه، ګاز، هر څه به پرې وتړل شي."

خو له غزې بیا د حماس پوځي څانګې 'عزالدین قسام' ګواښ کړی چې که اسراییل بریدونه ونه دروي، نو دوی به یې د شنبې ورځې برید کې یرغمل کړي وګړي ووژني.

د حماس ویاند ابوعبیده د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي، چې د اسراییل د هر هوايي برید او " غزه کې په خپلو کورونو کې د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو د وژنې" بدل کې به یو اسیر وژل کېږي او پړه به یې اسراییل ته متوجه وي.

اسراییل وايي فلسطیني وسله والو د شنبې ورځې په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي.

د دغه هېواد لومړي وزیر ژمنه کړې، چې د دغو کسانو خلاصون لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، په دوی کې ښايي یو شمېر امریکایان هم وي.

د امریکا او لوېدیځ ملاتړ

biden

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو دوشنبه یو ځل بیا اعلان وکړ چې له اسراییل سره هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دغه هېواد د ملي‌امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، امریکا اسراییل ته د ځواکونو استولو پلان نه لري، خو په سیمه کې به خپلې ګټې خوندي کړي.

بي‌بي‌سي ته مالومه شوې چې د امریکا جنګې بېړۍ د مدیترانې ختیځ پر لور خوځېدلې او هممهاله یې د پوځي تجهیزاتو پر مرستو بار الوتکې هم اسراییل ته پر لاره دي.

هممهاله څلور نورو ځواکمنو لوېدیزو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او جرمني هم له امریکا سره په یوه ګډه اعلامیه کې پر اسراییل د حماس برید په کلکه غندلی دی.

Israel

د عکس سرچینه، TELEGRAM

د عکس تشریح، د حماس وسله والو برید کې یوازې د موسیقې د یوې مېلې ځای کې ۲۶۰ کسان وژل شوي

دا اعلامیه د دغو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له تلیفوني خبرو وروسته خپره شوې.

په اعلامیه کې راغلي چې "د حماس ترهګریزې کړنې هېڅ توجیه نه لري" او دا چې دوی به د "دا وړ جنایتونو پر وړاندې د خپل ځان او خپلو خلکو په دفاع کې د اسراییل ملاتړ وکړي."

دغو لوېدیزو هېوادونو د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ هم کړی.

دوی ویلي "موږ ټول د فلسطیني خلکو مشروع ارمانونه په رسمیت پېژنو او اسراییلو او فلسطینیانو ته په ورته ډول عدالت او ازادۍ لپاره د اقداماتو برابر ملاتړ کوو... خو تېروتنه باید ونه شي: حماس د دغو ارمانونو استازولي نه کوي او د فلسطین خلکو ته له ترهې او وېنې توېدنې پرته بل څه نه راوړي."

اردوغان: منځګړیتوب ته چمتو یو

Urdogan

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسراییل او فلسطین ترمنځ د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې انقره د دښمنیو په درېدو او د یرغمل شویو کسانو په خوشې کېدو کې منځګړیتوب ته چمتو ده.

هغه له اسراییل وغوښتل چې پر فلسطیني سیمو هوايي بریدونه ودروي.

نوموړي هممهاله له فلسطیني وسله والو هم وغوښتل چې د اسراییلي ښارګوټو له ځورولو لاس واخلي.

ښاغلي اردوغان تر دغو څرګندونو مخکې د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ او د فلسطین د کورواکې ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې هم کړې دي.