د غزې بمباریو او برېښنا پرچاویو منځ کې زیږون

Jumana Emad

د عکس سرچینه، Jumana Emad

د عکس تشریح، جمانه عماد وايي، په غزه کې میندواره کېدل وېروونکي دي
    • Author, دالیا حیدر
    • دنده, بي بي سي عربي

یوه میاشت وړاندې د غزې اوسېدونکې جمانه عماد د میندوارۍ په وروستيو پړاوونو کې وه. هغه په خوښۍ سره د خپل میندوارۍ عکسونه شریکول او خپل زیږون ته یې شېبې شمارلې.

دا پوهېدله چې بله نجلۍ به یې پیدا شي، مېړه یې هم خوشاله و، د زیږون پرمهال روغتون کې د کارېدونکو توکو کڅوړه یې ډکه ساتله او د هغې څلور کلنه لور تولین د خپلې ماشومې خور لیدو ته انتظار نه شو کولی.

بیا هرڅه بدل شول.

حماس د اکتوبر په اومه په اسرائیلو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۰۰ ډېر کسان یې یرغمل کړل. اسرائیلو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي شاوخوا ۷۰۰۰ کسان یې وژلي دي.

جمانه بي بي سي ته وویل: "زه وېرېدم. "زه د پرله پسې ګولیو په منځ کې د زیږون حالت کې وم."

۲۵ کلنې ازادې خبریالې د اسرائیلو امر تعقیب کړ چې خپل کور په شمال کې پرېږدي. نوموړې پر غزې د اسرائیلو د بمباریو له پیله دوه ورځې وروسته له غزې ووتله او جنوب ته رهي شوه.

ترهېدلې او د نهو میاشتو حاملې جمانې خپله لور د یوه خپلوان کور ته بوتله. هغې د خپلې لور لپاره یوازې یوه جوړه جامې، د شیدو کڅوړه او یو کوچنی بکس ورسره واخیستل.

هغې په یوه غږیز پیغام کې څرګنده کړه: "وضعیت سخت و."

د ویډیو تشریح، تالیا د اکتوبر پر ۱۳مه غزه کې زیږېدلې ده

"هغې په یوه بل پیغام کې تشریح کړه چې "موږ د شپې خوب نه کاوه، ډېری وخت به ډزې وې او موږ باید بل ځای ته تللي وای. زما په څېر میندواره مېرمنې باید د تګ لپاره بهر ته تللې وای، مګر د جګړې له امله موږ نشو کولی ان د ډوډۍ اخیستلو لپاره بهر ته لاړې شو."

جمانه په وار وار د برېښنا د پرچاوېدو، د انټرنېټ د بندېدو او د اوبو د کمښت په اړه خبرې وکړې، سربېره پردې په دې سختو شرایطو کې د زیږون په اړه د هغې وېره او اندېښنه د هغې له خبرو له ورایه ښکارېده.

د اکتوبر پر ۱۳مه، د جمعې په ورځ د جمانې زیږون وشو.

هغې په اصل کې پلان درلود چې د غزې ښار الشفاء لوی روغتون ته لاړه شي، خو ورته ویل شوي چې پرځای یې، جومانه په نصیرات کې العوده روغتون ته لاړه شي، چې د غزې په منځ کې یو کوچنی روغتون دی.

خو هلته رسېدل ګران وو. په درد او کړاو کې جومانې هڅه کوله چې یو څوک پیدا کړي دا ورسره بوځي. هغې څرګنده کړه: "ټیکسي چلوونکي وېره لري او امبولانسونه د یوې مېرمنې لپاره وخت نه لري چې زیږونځي ته یې ولېږدوي."

هغې د زیږون شېبې سختې او وېروونکې وبللې "د روغتون څنګ ته په یوه کور سخت برید روان و، غږ یې دومره لوړ و، چې ګومان مې کاوه، برید پر روغتون دی، ټپیان راوړول کېدل، له هرې خوا یې چیغې وهلې. ما هم د خپلې لومړۍ لور په اړه فکر کاوه. زه د هغې په اړه اندېښمنه وم ځکه چې هغه له څخه لېرې وه.

"زما ټول فکر پر دې و چې په هر حالت کې زه بایده خپله لور وزیږوم."

جمانه خپل کړاو نور هم بیان کړ؛ کله چې ماخوستن دویمه لور وزیږوله نوم یې تالیا ورته خوښ کړی و.

هغې زیاته کړه: "د هغې ژړل په دې معنی وو چې موږ ټول لا هم ژوندي یو."

د جمانې لپاره له ولادت سملاسي وروسته بستر موجود نه و. په درد او وینه کې هغه باید تر هغه وخته پورې انتظار ایستلی وای چې د ناروغ یو بستر ورته وموندل شي، هغه یوې کوچنۍ خونې ته بوتلل شوه.

هغه وايي: "زه نېکمرغه وم چې یوه [خونه] مې درلوده، نورې ښځې له زیږون وروسته سملاسي د روغتون په دهلیز کې په کوچونو او غولي پرتې وې."

Jumana's daughters - Tulin (age four) and baby Talia

د عکس سرچینه، Jumana Emad

د عکس تشریح، د جمانې لوڼې - تولین (څلور کلنه) او نوې زیږېدلې تالیا

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) اټکل کوي چې په غزه کې شاوخوا ۵۰،۰۰۰ میندوارې مېرمنې دي چې ۵،۵۰۰ یې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې د زیږون تمه لري. ویل کېږي روغتونونه له کاره لوېدلي او د درملو او لومړنيو توکو له کمښت سره مخ دي.

یوه ورځ وروسته له هغې چې جمانه ولادت وکړ، د ځان یوه ویډیو یې واستوله چې خپله ماشومه لور یې په ټکسي کې په سپینه کمپله کې پوښتل شوې نیولې وه.

هغه له خپلې کورنۍ سره د یوځای کیدو لپاره له روغتونه وتلې وه، خو وايي ان دا یو ناروین و.

هغه وايي: "لېفټ د برېښنا د ستونزې له امله بند شو." جمانه د روغتون په څلورم پوړ کې، له زیږون وروسته له درد کړېدله، خپله نوزېږدې ماشومه یې غېږ کې وه له روغتونه د وتلو لپاره باید څو پوړه زینو کې پلې راکوزه شوې وای.

کله چې له روغتونه بهر شوه، هغه ځای ته باید د لېږد یوه وسیله ومومي چېرې چې اوسېده.

"موږ یو ساعت د ټکسي په لټه کې تېر کړ، خو هېڅ یو موټر چلوونکي ونه منله چې موږ بوځي. دوی سهار کې له نژدې ډزو ډارېدل. په پای کې موږ یو کس وموند، خو هغه دېره کرایه غوښته. موږ یې د کور مخې ته کوز نه کړو."

جمانه وايي چې په دې سختو شرایطو کې د ماشوم زیږون خپل اغېز درلود. هغې ومنله چې: "زه په ذهني توګه ستړې شوې یم. زه نور د هېڅ کولو لېوالتیا نه لرم."

خو هغه ماته وايي چې ماشومه تالیا ښه ده: "هغه زما د ځانګړتیاوو، د هغې د خور او د هغې د پلار ترکیب دی.

جمانه وايي: "که دا جګړه نه وای، نو ما به غوښتل چې له زیږون یوه اونۍ وروسته یوه په زړه پورې پېښه ولمانځم. ما به د خپلې کورنۍ ټول غړي رابللي وای او د هغې لپاره به مې د عقیقې [د ماشوم د زیږون پخاطر دودیزه اسلامي مېله] جوړه کړې وای." .

هغه وايي نه پوهېږي د هغې د کورنۍ راتلونکې به څه وي، خو د دوی د نوې ماشومې د راتګ له امله منندویه ده او وايي: "هغه د جګړې او مرګ په دې ژوند کې زما هيله ده."