"که برېښنا لاړه شي نو دا ماشومان به پنځو دقیقو کې مړه شي"
په غزه کې ډاکټران وايي، په روغتونونو کې تېل یا سونتوکي په خلاصېدو دي او که برېښنا لاړه شي نو هلته شته له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان به په پنځو دقیقو کې مړه شي.
د اکتوبر پر ۷مه د حماس له بریدونو وروسته اسرائيل پر غزې اوبه، خواړه، سونتوکي او ځینې نورې بشري مرستې بند کړې دي.