سراج الدین حقاني: "د نړۍ ټولو یهودانو د فلسطین مظلوم ولس پر ضد حشر کړی"

کابل

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت کابل کې د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ د فلسطین "قُبة الصخره" ته ورته یو جومات پرانیستی او ځینو چارواکو یې د پرانیستنې مراسمو ته ویناوې هم کړې دي.

دا جومات داسې مهال پرانیستل شوی چې له تېرو دریو اونیو راهیسې پر غزه د اسرائیلو بمبارۍ او بریدونه دوام لري چې له ۷۰۰۰ ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

پر اسرائیلو د حماس د اکتوبر ۷مې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان وژل شوي وو. د اسرئیلو حکومت ټینګار کوي چې "د ځان دفاع لپاره" دغه بریدونه کوي.‌ خو د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو خیریه ټولنو او هېوادونو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او وايي‌ اسرائیلو "په ښکاره نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي."

د دغه جومات پرانیستغونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني وویل:

"دغه جومات د دې وزارت په وړاندیز له فلسطين او الاقصی سره د مسلمانو په ځانګړې توګه افغانانو بې کچې مينې درلودو په موخه د قُبة الصخره په بڼه رغول شوی دی."

د ویډیو تشریح، سراج الدین حقاني: د نړۍ ټولو یهودانو د فلسطین مظلوم ولس پر ضد حشر کړی

ښاغلي حقاني د اسرائیلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې په اړه پر غزې د اسرئیلو بریدونه وغندل او په وینا یې "پر یادو مسلمانانو د ظلم او وحشت په موخه د نړۍ ټولو یهوادنو حشر کړی او د مسلمانو پر غم خپګان او همکاري یې اسلامي وجيبه و ګڼله."

ده وویل: "ایماني تقاضا دا ده چې موږ له ټولو مسلمانانو سره په همدردۍ او همکارۍ کې ځانونه شریک بولو."

دا جومات د ترکیې IDDEF بنسټ له لوري پر ۲۷۰ متره مربع ځمکه د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی چې پر یو وخت د ۳۵۰۰ تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.