څېړونکي وايي، ډرون کولی شي د ځنګليزو اورونو مخه ونیسي

ځنګليز اورونه خطرناک او زيان رسوونکي وي، چې تر ډېره له انساني فعالیتونو څخه را منځ ته کېږي.
اوس بریتانوي څېړونکي تمه لري، ډېر ژر به د ډرون په کارولو سره وکولای شي د اور وړې لمبې له دې مخکې، چې په لویو ځنګلیز اورونو بدلې شي، ووژني یا یې خاموشه کړي.
د اور وژونکو، کارپوهانو او انجینرانو یوه ډله په داسې یوه پلان کار کوي، چې په وینا یې ۳۰ ډرونونه به له مصنوعي ځیرکتیا څخه په کار اخیستو ګډ کاري ټیم کې وکولی شي، چې کوچني اورونه له خپرېدو مخکې کشف او خاموشه کړي.
اوس مهال هم له ډرون څخه د اور وژنې په عملیاتو کې کار اخیستل کېږي.
نوې څېړنه لاهم په لومړنیو پړاوونو کې ده او د اور وژنې په ریښتینو پېښو کې نه ده کارول شوې، خو د څیړنې ډله پر دې باور ده، چې دا لومړی ځل دی چې له دومره لوی شمېر ډرونونو او تیکنالوژۍ د اور وژنې د اطفایې په ډول کار اخیستل کېږي.
د انګلنډ سویل لوېديځ کارنوال کې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرونونه ازمایل کېږي، چې موخه یې د لګېدلو ځنګليزو اورونو موندنه او د خپرېدو مخنيوی دی.

د دې ازمایښت پر مهال یې يو وړوکی اور بل کړ، چې په څو دقيقو کې یوه ډرون وموند او نور ډرونونه یې پرې خبر کړل.
دوی د اورونو په موندلو کې د ډرونونو د دغې ډلې وړتيا وازمایله خو په اړه یې پلان دا دی، چې دا ډرونونه په اوتومات ډول اوبه يوړلی شي او پر وې پاشي، او اورونه ووژني.
هغه ډرونونه چې څېړونکي غواړي د اطفایې په ځای یې وکاروي په حقیقت کې دوه ماشین لرونکي ډرون الوتکې دي، چې ډېرې اوبه لېږدولی شي او اوږدوالی یې ۹.۵ متره دی.
برتیانیا کې د اوروژنې ملي ادارې مشرانو شورا په وينا، د اقلیم بدلون له امله يې د بل هر وخت پرتله په دې هېواد کې د اور لګېدو ګواښونه زيات شوي دي.











