بنګله دېش کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
په بنګله دېش کې د عامې روغتیا چارواکي وايي، په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، اور لګېدنه په لومړي سر کې له ځايي وخت سره سم ماخوستن نژدې لس بجې د پلازمېنې ډاکې په یوه رستوران کې پیل شوه.
له هغه وروسته د اور لمبې د ودانۍ نورو برخو ته په چټکۍ سره ورسېدې او ګڼ شمېر کسان په ودانۍ کې دننه ایسار پاتې شول. چارواکي وايي، وروسته اور ووژل شو او د لګېدو په هکله یې پلټنې پیل شوې دي.
د بنګله دېش عامې روغتیا وزیر سمانتا لال سین وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ کسان د پلازمېنې په ډاکه روغتیايي فاکولته روغتون کې مړه اعلان شوي.
لس نور مړي بیا د دې ښار په مرکزي برنس روغتون ته لېږدول شوي. ښاغلی سین وايي، لسګونه نور کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د بنګله دېش ورځپاڼې د رپوټ له مخې د بېړنیو مرستو کارکوونکي کیچ بهايي رستوران ته استول شوي وو، چې په دې ۷پوړیزه ودانۍ کې موقعیت لري.
د بنګله دېش په سوداګریزو او شخصي ودانیو کې د اور لګېدنې پېښې بې ساري نه دي. معمولاً د دې پېښو لامل د خوندیتوب په هکله د عامه پوهاوي لږوالی او یا د احتیاطي تدبیرونو نه عملي کېدل بلل کېږي.







