نیویارک یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي

A ladder is seen at a blaze at a New York apartment block fire

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د ودانۍ په هر پوړ کې یې اغېزمن شوي کسان موندلي.

د امریکا نیویارک یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله د نهه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.

د نیویارک ښاروال ایرک اډمز په خبره د دې پېښې په تړاو ۳۲ کسان روغتون ته استول شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت سخت بلل شوی دی.

د اوروژنې ادارې مشر ډانیل نېګرو وايي، د دوی کارکوونکو د دې ۱۹ پوړیزې ودانۍ په هر پوړ کې یې اغېزمن شوي کسان موندلي او په خبره یې هلته بې ساری لوګی خپور و.

نوموړي له این بي سي خبري شبکې سره خبرو کې وویل، ۳۰ کلونو کې نیویارک کې د اور لګېدو پېښو کې دومره ډېر خلک نه دي وژل شوي.

نیویارک کې دا پېښه د امریکا فلاډیلفیا ایالت له یوې اورلګېدنې څو ورځې وروسته رامنځته شوې، چې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان پکې وژل شوي وو.

Firefighters at the scene of a apartment block fire in New York

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اور وژنې اداره وايي، 'دا پېښه بې سارې وه'

د یکشنبې ورځې دا اور د برونکس سیمه کې له ځايي وخت سره سم ۱۱ بجې ولګېد، چې وروسته دویم او درېیم پوړ ته هم خپور شو.

د دې اور وژنې لپاره د اطفایې نژدې ۲۰۰ کارکوونکي استول شوي وو، چې د چارواکو په وینا د یوې برېښنايي بخارۍ له کبله لګېدلی و.

د اوروژنې ادارې مشر ډانیل نیګرو وايي، اور په دوو پوړونو کې لګېدلی و، خو لوګي یې د ودانۍ نژدې ټولو پوړونو ته رسېدلي وو.

له دې مخکې تېره اونۍ د امریکا فلاډلفیا ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو.

د ٔفلاډلفیا اور وژنې ادارې مسوولینو په وینا د هغې پېښې وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه اووه ماشومان هم شامل دي.