د امریکا کالفورنیا ایالت د اور په لمبو کې

د شمالي کالفورنیا ایالت زرګونه خلک بې کوره کړي دي او ګڼې ودانۍ په کې لولپه شوې دي.

کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کالیفورنیا کې د اطفايې کارکوونکو ۱۵ ځایه لګېدلی اور وژلو هڅه کوي. اور د ناپا، سونوما او یوبا سیمو په ګډون نهو سیمو کې لګېدلی دی.
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر کسان له اوره د کورنو ژغورلو هڅه کوي، خو اوس دغه اور پر ۴۹ زره هیکتاره ځمکه خپور شوی دی
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اور د ایالت په نهو سیمو کې لګېدلی دی
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اور له کبله لږ تر لږه ۱۵۰۰ ودانۍ لولپه شوې دي
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الوتکو په وسېله د اور وژلو هڅې کېږي.
کیلیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کالفورنیا والي بېړنیز حالت اعلان کړی دی. ویل کېږي زرګونه کورونه د سوځېدو له خطر سره مخامخ دي او زرګونه خلک نورو سیمو ته کوچېدلي دي.
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا د ایالت په تاریخ کې له خورا ناوړه اورلګېدنو یوه بلل کېږي.
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اور په هوا کې لږ لمدبل، تودې او وچې هوا ژر خپور کړ.
کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر اوسه معلومه نه ده، چې اور ولې ولګېد.