کراچۍ کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي
کراچۍ کې د پلورنځيو يوه څو پوړيزه ودانۍ کې د اورلګېدو پېښه کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
کراچۍ کې چارواکي وايي، د پلورنځيو يوه څو پوړيزه ودانۍ کې د اورلګېدو پېښه کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
له ۳۵ ډېر نور ژوبل دي، د ځينو په اړه یې ويل شوي، چې روغتیايي حالت یې خطرناکه دی.
د ژغورنې يوه چارواکي ويلي، لومړۍ څېړنې يې ښيي، چې اور د يوه جنراتور له شارټۍ بل شوی، او بيا د ودانۍ نورو برخو ته خپور شوی دی.