د کونړ او نورستان 'لسګونو هېکتاره' ځنګلونو کې اور لګېدلی

اور لګیدنه

د عکس سرچینه، fb

د عکس تشریح، ارشیف

د ځایي سرچینو او طالب چارواکو په وینا د افغانستان په ختیځ کونړ او نورستان ولایتونو اړوند ځنګلونو کې سخت اور لګېدلی دی.

ویل کېږي دا اور له پرون (شنبې د چنګاښ له دریمې) راهیسې د کونړ په پېچ دره او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې لګیدلی دی.

پېښو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي د دوی د معلوماتو له مخې له ۱۸۰ هېکتاره ډېرو ځنګولونو اور اخیستی دی.

دغه وزارت د دې اورلګیدنې د څرنګوالي په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

یاد وزارت په یوه بیان کې ویلي د اور وژلو لپاره د دفاع وزارت د دوه قطعو په ګډون له هر ډول نورو امکاناتو استفاده کوي او په وینا یي " تمه لري چې نن (د یکشنبې) ورځې تر پایه به دا اور مهار کړي."

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت په ورته مهال په هرات، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې هم د اورلګیدو خبرونه ورکړي او په وینا یې هلته اور په شلو کورونه او پنځه جرېبه کرنیزه ځمکه کې لګیدلی اور په وخت مهار کړی شوی دی.

طالب واکمنانو د دې اورونو تر شا کومه ځانګړې وجه نه ده یاده کړې.

اورلګیدنه

د عکس سرچینه، fb

د عکس تشریح، ارشیف

تېر کال هم همدا جون میاشت د نورستان، کونړ او پښتونخوا په ځنګلونو کې اورونه بل شوي وو چې له کبله یې ځاني زیان هم اوښتی و.

هغه مهال د ځايي خلکو له خولې په کونړ او نورستان کې د سل هېکتاره ځنګلونو د سوځېدو رپوټ ورکړل شوی و.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو د پښتونخوا بونېر، سوات، شانګلې او تور غر ولسواليو په غرونو او ځنګلونو کې د لګېدلي اور عکسونه او ويډيوګانې لاس په لاس کیدې او حکومت د اور وژلو په چارو کې په ناغیړۍ تورن شوی و.

په افغانستان او پښتونخوا کې تر ډېره د دې اورونو وژلو چارو کې ځايي وګړي هم فعاله ونډه اخلي او خلک پر وخت د دولت مرستو ته په تمه وي.