کونړ او نورستان کې اور؛ د طالبانو والي وياند سره مرکه
د کونړ د والي ویاند وايي، تېره ورځ د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې د اور اوازه وه، خو شیګل او ماڼوګۍ د اور په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته، خو دا چې هلته د پلي تګ یوازېنۍ لار ده، دوی یې د څرک لګولو لپاره کسان استولي دي.
مولوي نجیب الله حنیف بي بي سي ته وویل، څلور ورځې مخکې چپه دره کې اور مهار شو.
بل خوا، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدنې مهار شوې دي.
د یاد وزارت چارواکو ویلي، تخنیکي امکانات او د ځايي اوسېدونکو هڅې د دې لامل شوې چې اور په بشپړ ډول کنترول شي.
اوس د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پنځو ځایونو کې اورونه لګېدليدي.