له نورستان وروسته د کونړ او د پښتونخوا ځنګلونو کې هم اورونه پیل شوي

د عکس سرچینه، FB
د افغانستان په نورستان ولایت کې له دوو اونیو راهیسې پیل شوی اور لا هم نه دی کابو شوی او اوس د څنګلوري کونړ ولایت په درې ولسوالیو کې هم ځای ځای اورونه پیل شوي.
د طالبانو چارسمبالي حکومت چارواکي وایي د دغو ولایتونو په یو شمېر ځنګلونو کې یې اور د ولسي خلکو پر مرسته کابو کړی دی.
خو د کونړ او نورستان یو شمېر ځایي اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو لیکلي، لا هم د دغو ولایتونو په ځنګلونو کې اور لګېدنه دوام لري.
په ورته مهال د پښتونخوا لږ ترلږه شپږو ولسواليو غرونو کې اورونه لګېدلي. هلته چارواکي وايي، ډېری اورونه يې مړه کړي او د ځينو د کابو کولو لپاره یې کارونه روان دي.
دوې ورځې وړاندې د پښتونخوا په شانګله سيمه کې د ځنګله اور کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي هم وو.
پر ټولنيزو رسنيو له تېرو څو وروځو راهيسې د پښتونخوا بونېر، سوات، شانګلې او تور غر ولسواليو په غرونو او ځنګلونو کې د لګېدلي اور عکسونه او ويډيوګانې خپرېږي، چې تر ډېره د دې اورونو وژلو چارو کې ځايي وګړي تر سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، FB
د ډیورنډ کرښې بلې خوا ته د نورستان د پارون د کانټیوا د سیمه ییزې شورا مشر حاجي اسماعیل، وایي د نورستان مرکز پارون د نښتر او ځڼغوځیو په ځنګلونو کې دوه ورځې وړاندې اورلګېدنه اوس کابو شوې او د ده په ټکو شاوخوا ۵۰ وني سوځېدلي دي.
په نورستان کې په لومړي ځل دوه اونۍ وړاندې نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اورلګېدنه پیل شوه، چي د ځایي خلکو او عیني شاهدانو په خبره اور په خورا چټکۍ سره خپور شو.
ځايي چارواکي وایي په دغه سیمه کې تر سل هکټاره زیات ځنګلونه او څړځایونه سوځېدلي دي .
د نورستان د کرنې رئیس سلیمان ایمن وایي مرکز پارون ته څېرمه واما ولسوالۍ بوني سیمه کې شاوخوا شل هکټاره ځنګلونه او څړځایونه سوځېدلي او د ده په ټکو د کابو کولو لپاره یې ډېر شمېر شنې ونې وهل شوي، چې د پراخېدو مخه یې ونیول شي.
د نورستان په ځنګلونو کې اور لمبې لا سړې شوې نه وې، چې د ګاونډي کونړ د چپې درې، ناړۍ او شیګل ولسوالیو کې د اورلګېدنې راپورنه خپاره شول.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د کونړ چپه دره کې د اورلګېدنې په اړه لیکلي، که یې مخه و نه نیول شي دا ملي شتمني به په ایرو بدله شي.
د چپې درې ولسوال مولوي ساجد وایي څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په ګل دره سیمه کې اورلګېدنه پیل شوي وه، چي د ده په ټکو تر سل متره پورې ځنګل یې سوځولی دی.
ښاغلی ساجد وایي اوس د چپي درې په یوه بله سیمه کې تازه اور لګېدلی، چې د سیمې خلکو یې د کابو کولو هڅه پیل کړې ده.

د کونړ لپاره د طالبانو د چارسمبالي حکومت د والي وياند مولوي نجیب الله حنیف بي بي سي ته منلي وه، چې په چپه دره کې اورلګېدنه شته خو د ده په خبره ناړۍ او شیګل ولسوالۍ په ځنګلونو کې اورلګېدنه واقعیت نه لري.
یو شمېر عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل سره له دې چې اور مړ شوی، خو سیمه کې د بادونو تېز لګېدل او په اغېزمنو شویو سیمو کې د سکروټو شتون د اور لګېدنې شونتیا زیاتوي.
له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان او پښتونخوا د بېلابېلو سیمو په یو شمېر غرونو او ځنګلونو کې د اور لګېدنې پېښې شوې دي، چې تر ټولو لومړی يې د بلوچستان ایالت په پښتون مېشته شېراني سیمه کې د ځڼغوځیو په ځنګلونو کې د اور لګېدل وو.
دغه اور چې شاوخوا درې اونۍ بل و، په اخر کې يې له ګاونډي ایران نه د یوې اور وژونکې الوتکې په مرسته مړ کړ.
لا هم څرګنده نه ده چې په غرونو او ځنګلونو کې دغه اورونه ولې لګېږي، خو ځايي چارواکي يې د خلکو له لاسه او یا بیا د ډېرې ګرمۍ له امله بولي.











