د نورستان په ځنګله کې د اور لمبې ''لا هم بلې دي''

نورستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي هغه ځنګل چې اور په کې لګېدلی د څېړیو تر څنګ د ځنغوزیو او پیستو ونې هم شته

د نورستان ځینو اوسېدونکو د دغه ولایت په ځنګلونو کې د روان اور تازه وېډیوګانې خپرې کړې. په دې سره یې د طالبانو د حکومت هغه ادعا هم رد کړې چې ګنې دا اور مړ شوی.

بېلابېلې وېډیوګانې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې چې ویل شوي د پرون مازدیګر دي، ښيي چې ځايي اوسېدونکي په لاس او لومړنیو وسیلو د اور د پراخېدو د مخې ډب کولو هڅه کوي.

د دغو وېډیوګانو ثبتوونکو ویلي اور هماغه راز په تېزۍ خپرېږي که څه هم باران يې د لږ وخت لپاره موقت خپرېدل ورو کړل.

بېګا طالبانو د ملي تلویزیون له لارې ادعا کړې وه چې دغه اورلګېدنه مهار شوې.

د یادونې ده چې د نورستان ځنګله کې د لګېدلي اور لمبې د تېرې سې شنبې تر ماښامه بلې وې. ځايي چارواکو ویلي د دغه اور له کبله تر اوسه څو هیکتاره ځنګل سوځېدلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وړمه ورځ ویلي و هڅه کوي د اور لمبې ووژنې. ځايي چارواکو هغه مهال ویلي و، د درېیو کلیو اوسېدونکي د اور وژنې لپاره ورغلي، خو په وینا یې د چټکو بادونو له کبله د اور وژنه د ځايي خلکو له وسه بهر ښکاري.

اور د نورګرام سیمې ځنګه کې لګېدلی دی، چې له لویې لارې ۱۵ کیلومتره لرې پرته سیمه ده او د اور لګېدو ځای ته د ګاډي تلو لاره نه شته. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په دې اړه بي بي سي ته ویلي و:

''تر اوسه نژدې دوه کیلومتره ځنګل دغه اور لاندې کړی دی او که مخه یې و نه نیول شي، ښايي تر څلور پنځه کیلومترو پورې ځنګل لاندې کړي. ''

ویل کېږي هغه ځنګل چې اور په کې لګېدلی د څېړیو تر څنګ د ځنغوزیو او پیستو ونې هم شته. ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د هوا له لارې باید د اور وژنې هڅې وشي.

د اورلګېدنې سیمه د نورګرام ولسوالۍ له مرکزه نژدې ۳۰ کیلومتره لرې ښوول کېږي.

چارواکي وايي، افغانستان په اوسمهال کې هغسې الوتکې نه لري، چې په مرسته یې یې د ځنګه اور ووژل شي.

دم ګړۍ د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی، خو چارواکي وايي کېدای شي شپنو په ځنګله کې اور بل کړی وي، چې وروسته د خځلو له لارې ونو ته رسېدلی وي.