پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر اډیاله زندان ته ولېږه

نیول شوی علي وزیر

د عکس سرچینه، Allah Noor Wazir

اسلام اباد کې نن ( شنبه، د اګست ۱۷مه) د علي وزیر د محاکمې پر مهال د موټر ټکر پېښه کې د هغه ضمانت منل شوی خو په یوه بله پېښه کې د تورن کېدو له کبله د لا څيړنې په موخه زندان ته استول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مشر د تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د پولیسو په توقیف خونه کې و.

د محاکمې پر مهال د اسلام اباد پولیسو نن یو ځل بیا په توقیف خونه کې د هغه د ساتلو غوښتنه وکړه خو محکمې یې غوښتنه رد کړه او پر ځای یې زندان ته د علي وزیر د لېږلو پرېکړه وکړه.

له دې مخکې په دوه نورو محکمو کې هم پولیسو په توقیف خونه کې د هغه د ساتلوغوښټنه کړې وه، چې غوښتنې یې منل شوې وې.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی او د دغه هېواد په قامي ‌اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو مخکینی استازی علي ‌وزیر د روانې اګست میاشتې په دویمه نېټه د اسلام اباد یوه روغتون کې ونیول شو، وروسته پولیسو وویل چې په نوموړي درې رنګا رنګ قضیې ثبت دي.

په نوموړي لومړی تور دا وه، چې موټر یې له یوه موټر سایکل سره ټکر کړی او بیا دی له سیمې تښتېدلی دی.

پر موټر سایکل د سپاره کس پلار او ورور هم نن محکمې ته حاضر شوي‌ وو او د علي وزیر په حق کې یې بیان ورکړ.

دوی محکمې ته وویل، چې له علي وزیر سره یې سوله کړې او څه ستونزه ورسره نه لري.

محکمې په دې قضیه کې د علي وزیر ضمانت ومانه خو نوموړی به محکمې ته ۳۰ زره روپۍ تحویلوي.

له دریو تورونو په دوه قضیو کې د علي وزیر ضمانت منل شوی

علي وزیر د پولیسو په لاس

د عکس سرچینه، social media

له دې مخکې د مخدره توکو لېږد په تور بله قضیه کې هم د علي وزیر ضمانت منل شوی و، او د محاکمې پر مهال پرې څه نه و ثابت شوې.

په علي وزیر یو بل تور دا دی، چې د پاکستاني پولیسو سره یې لاس اچولی او له هغوی یې وسله اخیستې ده، محکمې په دې قضیه کې د لا زیاتو څيړنو ترسره کېدو تر مهاله د نوموړي‌ د زنداني کېدو پریکړه کړې.

زندان ته د هغه د لېږلو له اعلان وروسته په ویډيوګانو کې ښکاري، چې د اسلام اباد پولیس یې زرې موټر ته لاس تړلی خېژوي.

خبریال الله نور وزیر، چې خپله هم د دغو محاکمو په جریان کې حاضر و بي بي سي پښتو ته وویل، علي وزیر اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

د علي وزیر د بلې محکمې نېټه معلومه نه ده خو د هغه وکیل عطاالله کنډي په پاتې وروستۍ قضیه کې هم د هغه ضمانت لپاره نن (۱۷ اګست) غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې فعالان که څه هم د خپلو مشرانو نېول او ورته زیان رسول د دوی ضد حکومتي کړنلاره بولي خو په ورته مهال خوښي څرګندوي چې په یوه بله محکمه کې هم د علي وزیر ضمانت منل شوی دی.

خپله علي وزیر دا بې بنسټه تورونه بللی او ویلي دي، که محکمه د روڼتیا پر بنسټ ګام واخلي ژر به خوشی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مشر له دې وړاندې تېر کال فبرورۍ میاشت کې د پاکستاني پولیسو له دوه کلن زندان وروسته خوشې شو.

هغه مهال هم په ده، د حکومت ضد سختو بیانونو تر څنګ څو نور تورونه ثبت شوي‌ وو.