د اسلام اباد پولیسو عليوزیر نیولی دی

د عکس سرچینه، S.M Aliwazir
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی او د دغه هېواد په قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو مخکینی استازی عليوزیر نیولی دی.
پر خواله رسنیو یوه ډېره لاس په لاس شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیس هغه موټر ته خېژوي او له ځان سره یې بیايي.
علي وزیر په دې ویډیو کې په اردو ژبه وايي چې له یوې ترافیکي پېښې وروسته یې څوک پېمز روغتون ته وړي خو پولیس یې اوس "په زور له ځانه سره بايي".
دا لا مالومه نه ده چې دغه ترافیکي پېښه څه وخت او چا کړې ده.
په ویډیو کې دا هم ښکاري چې پولیس هغه ته د نورو خبرو اجازه نه ورکوي او د تصویرونو د اخیستلو مخه نیسي.
د اسلام اباد پولیسو تر اوسه د عليوزیر د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
پېمز د اسلام اباد یو مجهز روغتون دی او څو اوونۍ وړاندې د پيټيایم وژل شوی غړی "ګیلهمن وزیر" هم اسلام اباد کې په یوه برید کې له ټپي کېدو وروسته همدغه روغتون ته لېږدول شوی و چې بیا هلته ومړ.
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرو غړو، د بېلابېلو ګوندونو غړو، سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د هغه پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ یوه غړي 'زبیر وزیر' اسلام اباد کې د پولیسو 'سکرټریټ' حوزې مخکې ته په یوه ویډیو کې ويلي، چې علي وزیر دلته راوړل شوی خو پولیس نه دوی دننه ورپرېږدي او نه هم دا ورته وايي چې هغه یې ولې نیولی دی.
د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ مخکیني غړي میرکلام وزیر د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د عليوزیر نیول کېده "د ډېرې خواشینۍ او شرم وړ عمل دی".
همدا راز وکیلې او د بشري حقونو فعالې منیزه کاکړ هم لیکلي چې "د پښتون مشر او د سولې فعال علي وزیر غیر قانوني نیونه په کلکه" غندي او د "سملاسي" خوشې کېدو غوښتنه یې کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د عليوزیر د نیول کېدو لامل لا مالوم نه دی، خو نوموړی داسې مهال نیول کېږي چې پيټيایم د را روان اکتوبر پر یوولسمه له ډیورنډ کرښې هاخوا د پرتو پښتنو ولسونو د یوې لویې قامي جرګې د رابللو اعلان کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دې جرګې ته د "پښتنو د قامي عدالت" نوم ورکړی.
د یادونې ده چې علي وزیر مخکې هم څو ځله نیول شوی او یو ځل یې تر دوو کلونو ډېره موده بند هم تېر کړی دی.
پر نوموړي هغه وخت د کراچۍ او پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو رپوټونو ثبت شوي او په دغو رپوټونو کې پر نوموړي تور پورې شوی و، چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوې کړې دي.
خو پخپله ده او ملګرو یې ویل له دې کبله زندان ته اچول شوی چې "د ریاستي جبر" پر خلاف یې غږ پورته کړی دی.











