علي وزیر په ضمانت له زندانه خوشی شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د پښتون ژغورنې تحریک پي ټي ایم یو مشر او د پاکستان ملي اسامبلۍ مخکېنی غړی، علي وزیر پاکستاني چارواکو د ضمانت بدل کې خوشی کړی دی.
ښاغلي وزیر د روانې نوومبر میاشتې پر ۱۴مه نېټه د بلوچستان ایالت په چمن ښار په یوه پرلت کې له ګډون وروسته نیول شوی و.
چمن پرلت چې پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمې کولو پر ضد شوی و، اوس هم روان دی.
تازه، د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور احمد پښتین په یوه اېکس (مخکېني ټویټر) پیغام کې ویلي، ښاغلی وزیر د ضمانت بدل کې خوشی شوی دی. منظور پښتین وايي، علي وزیر د خوشي کېدو امر محکمې کړی دی.
تېره اوونۍ د ښاغلي وزیر تحریکي ملګرو ویلي و، چې د دوی د سخت مخالفت له کبله بلوچستان پولیسو و نه نیو، خو په دیره اسماعیل خان سیمه کې د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو ونیو.
له تېرو نژدې څلورو اوونیو راهیسې په چمن کې ګڼ شمېر خلکو پرلت پیل کړی او د پاکستان د هغې پرېکړې پرضد اعتراض کوي چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو ته ویل شوي چې د تګ راتګ لپاره باید پاکستانۍ وېزه ولري.

په ورته مهال نن (سې شنبه) په تورخم کې د بار وړونکو موټرو لپاره د تګ راتګ لار وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني چارواکو د موټر چلوونکو لپاره د پاکستان ویزه اړینه وبلله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په تېره فبرورۍ کې له ۲۶ میاشتو زندان تېرولو وروسته خوشې شوی و.
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰م کال ډیسمبر کې د پېښور پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره چې بیا تر خلاصونه د کراچۍ په زندان کې بندي و.
پر نوموړي په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو رپوټونو ثبت شوي وو او په هغو رپوټونو کې يې پر نوموړي تور پورې کړی و، چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوې کړې دي.










