محکمې د منظور پښتین ضمانت منلی، ښايي له زندانه خوشی شي

د عکس سرچینه، social media
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
اسلام اباد کې يوې محکمې په دوه بېلا بېلو قضيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ضمانت منلی دی او قانوني وکيلانو یې تمه څرګنده کړې ده چې ښايي د نن ورځې تر پایه به خوشی شي.
تر څو ځله ځنډ وروسته، د ترهګرۍ مخنيوي محکمه کې نن سه شنبه د منظور پښتين د ضمانت قضيه واورېدل شوه، چې په کې قاضي د مدافع وکيلانو لخوا د هغه ضمانت منلی دی.
د منظور پښتين مدافع وکيل عطاالله کنډي بي بي سي پښتو ته وويل، د ضمانت تر منلو وروسته قاضي د عمران خان د سايفر قضيه اورېدو لپاره زندان ته تللی دی او دوی ته يې د ضمانت نورې قانوني چارو ترسره کولو ویلي دي.
د ښاغلي کنډي په وینا، د پښتين ضمانت لپاره يې د دوو کسانو د ضمانت سندونه زندان ته لېږلي دي او تمه ده چې د نن ورځې تر پایه به له زندانه ازاد شي.
منظور پښتين د ډیسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان چمن سيمه کې په پوله د پاسپورټ او وېزې درلودو شرط لازمي کولو پر ضد پرلت ته تر وینا وروسته هغه مهال ونيول شو، چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان و.
ښاغلی پښتین تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.
هلته د پښتین پر ضد د ترهګرۍ دوه قضيې ثبت وې.
د ترهګرۍ مخنيوي محکمې د پلټنو لپاره منظور پښتين اوه ورځې د پولیسو په بند کې و. تر هغه وروسته په داسې حال کې محکمې ته په زغره وال پوځي ګاډي کې ته راوستل شو، چې لاسونو کې یې ولچکې وې او ګڼ امنیتي کسان ترې را تاوو وو.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
ښاغلي پښتین محکمې ته له ننوتو مخکې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي و، په تکلیف دی، خو دا یې هم ویلي و:" که په اټم بم مې هم کېنوي ، دریځ مې همغه دی چې وو."
نوموړي له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه، چې دده په ټکو مزاحمت ته دوام ورکړي او خپله مبارزه پرېنږدي.
د ښاغلي پښتین قضيه يو ځل د قاضي د ناوزګارتيا او دويم ځل دناڅرګنده لاملونو له کبله ځڼدول شوې وه، چې پښتون ژوغرونې غورځنګ پلویانو ناخوښي پرې ښوولې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غړې په بلجیم او سویډن کې لاریونونه کړي و او ویل یې، چې "منظور پښتون په ظالمانه ډول نیول شوی او د پاکستان په زندانونو کې بند پښتانه او بلوڅ له شکنجې او سختې زورونې سره مخ دي."
لاریونوالو د منظور پښتین او د غورځنګ د نوروغړو د ژر خوشي کولو، او د کډوالو پر ضد د 'ظالمانه' تګلارې بدلېدو شعارونه هم له ځانه سره لېږدول.











