منظور پښتین د خیبرپښتونخوا پوليسو ته سپارل شوی دی

د عکس سرچینه، Social Media
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوچستان پوليسو په دانسر کې د خیبرپښتونخوا پوليسو ته سپارلی او ډيره اسمعيل خان ته يې لېږلی دی.
منظور پښتین پرون په چمن کې د پوليسو لخوا نیول شوی و.
د رپوټونو له مخې د بلوچستان سيمه تربت ښار کې د بلوڅ یکجهتي کميټې له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر د برید او د هغه نیولو پر ضد کاربندیز اعلان شوی دی. ویل شوي په تربت کې به ټولې هټۍ، تجارتي مرکزونو او بازارونه تړلي وي.
دغه راز دا هم ویل شوي چې د هغه د نیول کېدو پر خلاف به په ټول بلوچستان کې احتجاجي مظاهرې کېږي.
د منظور له نیولو کېدو مخکې د نوموړي پر موټر "ډزې" هم شوې وې. د چمن ولسوال تائید کړې چې نوموړی د پولیسو له لوري نیول شوی، خو نور مالومات یې په اړه نه دي ورکړي.
په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم ویلي چې ښاغلی پښتین د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د ښاغلي پښتین له نېولو وړاندې پر اېکس پاڼه لیکي و، نوموړی "له چمن څخه د تربت په لور روان و" چې "په چمن کې پوځ او پولیسو د هغوی پر ګاډي مخامخ ډزې کړې دي." په تربت کې ځینې بلوڅانو د "یوشمېر ځوانانو د وژنې او ورکېدو" پرضد پرلت وهلی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی اسد اقرار وايي، په دغه پېښه کې منظور پښتین ته زیان نه دی رسېدلی. نوموړی ادعا کوي چې په ډزو کې "دوه ښځې" ټپیانې شوې دي. نوموړی وايي چې ډزې د چمن په بازار کې شوې دي.
د ښاغلي پښتین پر پاڼه دا هم ویل شوي چې هغه سیمه پوځ او پولیسو محاصره کړې او د هغه د"ګرفتارۍ کوښښ کوي."
منظور پښتین پرون (یکشنبه) ویلي و، د (سه شنبه) په ورځ به د ورکو شویو کسانو د پيدا کېدو لپاره د بلوڅانو په یوه پرلت کې برخه اخلي.
نوموړي تېره اوونۍ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې پرلت والو ته په وینا کې وویل، د پښتون قام سياسي مشران باید تر راولپنډۍ پورې لاریون او هلته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره پرلت وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
هغه دا خبره هم کړې وه چې نه یوازې د چمن پر دروازه د پاسپورټ شرط نه مني، بلکې په وینا یې پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ په هېڅ یوه لار هم د پاسپورټ او ویزې شرطونه نه مني.
د يادونې ده چې په چمن کې پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاکستاني چارواکو له لوري د پاسپورټ او ویزې شرط پر ضد د ځايي سیاسي ګوندونو او سوداګرو لخوا پرلت له تېرو شپږو اونیو راهیسې دوام لري او دروازه د سوداګرۍ لپاره هم تړل شوې ده.
ښاغلي پښتین او ملګري یې تېر کلونو کې څو څو ځلې د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوي دي. نوموړي له تېرو پنځو ورځو راهیسې د چمن په پرلت کې برخه اخیستې وه.
د منظور پښتین نیول کېدلو ته غبرګونونه

د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د منظور پښتین نیول کېدل په کلکو ټکو غندلي دي.
ښاغلي داوړ په خپل اېکس پاڼه لیکلي: "د منظور پښتین نیول د شرم او غندنې وړ دی. د حق خبره کول او د عدالت غوښتنه کول جرم نه دی."
محسن داوړ ژر تر ژره د منظور پښتین د خوشې کېدلو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله منیزې کاکړ هم د منظور پښتین نیول غندلي او دا یې په سوله ییز لاریون کې د ګډون مخنیوی بللی دی.
نوموړې لیکلي: " زه د منظور پښتین نیول غندم او د هغه ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوم. د هغه نیول د تربت په سوله ییز لاریون کې د برخې اخیستو مخنیوي په لړ کې یوه هڅه ده."
مېرمن کاکړ زیاتوي، امنیتي ځواکونو د منظور پښتین په موټر ډزې کړې خو هغه ورنه ژوندی وتلی.
د بلوچستان د بشري حقونو شورا په منظور پښتین برید او د هغه نیول کېدل غندلي دي.
" د امنیتي ځواکونو لخوا په منظور پښتین باندې برید، چې موخه یې تربت پرلت ته د هغه د تګ مخ نیوی وو، په کلکه غندو. حکومت په دې ډول نه شي کولی له مسولیته غاړه سپکه کړي. بنسټیز حقونه، ازادي او ټولیز حرکتونه د هر چا حق دی. "
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
سیاسي کارپوه افراسیاب خټک د پاکستان حکومت تګلارو ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې دا ډول چلند به د ناسمو پالیسو له کبله رامنځ ته شوي ناورینونه پای ته ونه رسوي.
ښاغلي خټک لیکلي: "د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین نیول کېدل د غندنې وړ دي. په فعالانه ډول د سوله ییزو سیاسي فعالانو نیول او د سختدریځو "بیاپر پښو درولو" لپاره چمتووالی د حکومت تګلاره ده. دا به د ناسمو پالیسو له کبله رامنځ ته شوي څو اړخیز ناورینونه پای ته ونه رسوي."










