د پښتین لپاره بندي شوي "فعالان" څوک دي؟

د عکس سرچینه، TWITTER/@BILALFQI, @AIMAMK, @SALEEMISUNDUS
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د خوشي کولو په ملاتړ د جنورۍ په ۲۸ اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته مظاهره وشوه چې پولیسو پکې په لسګونو مظاهره چیان ونیول.
دوی کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ او د غورځنګ څو غړي ، د عوامي ورکز ګوند غړي او څو زدکوونکي له څو ګړیو وروسته خوشي شول.
د منظور پښتین د خوشي کولو لپاره پر پاکستان او افغانستان سربېره نوره نړۍ کې هم مظاهرې وشوې.
دې لیکنه کې د دریو کسانو په هکله مالوت دي چې څوک او څه کاره دي او ولې یې د منظور پښتین په ملاتړ مظاهره کې ګډون درلود.
محمد نوفل سلیمي

د عکس سرچینه، WWW.TWITTER.COM/@SALEEMISUNDUS
محمد نوفل سلیمي له لاهور پوهنتون منجمنټ کې زدکړې کړې او خور یې سندس سلیمي وايي، ورور ته یې اماراتو کې ښه دنده پیدا شوه، خو هغه یې پرېښوده او بیا یې له نورو ملګرو سره د برتانیا د اکسفورډ پوهنتون په ګډون نورو پوهنتونونو کې نورې زدکړې وکړې.
دا وايي، ورور یې ارام ژوند او نوکري خوښه نه کړه، د ظلم او ستم ځپلو خلکو سره درېدل او د هغوی لپاره غږ پورته کول یې خوښ کړل.
"زه ورور ته اندېښمنه یم، خو پرې ویاړم، هغه د حق لپاره مبارزه کوي، دوعا کوم چې له نورو ټولو ملګرو سره خوشی شي".
د هغې په خبره، ټولو نیول شویو کوم بد کار نه دی کړی، یوازې امن طریقې سره یې مظاهره کړې او دا د پاکستان قانون کې هم شته.
د نوفل مور راشده سلیمي وايي، هغه ورځ به راځي چې د بدلون او انقلاب غوښتونکو ځوانانو غږ به واوريدل شي.
عمار راشد

د عکس سرچینه، FACEBOOK/AWP-RWP & ISB
عمار راشد هم اسلام اباد کې د منظور پښتین په ملاتړ د مظاهرې له امله نیول شوی دی.
د عوامي ورکرز ګوند غړې طوبا سید وايي، عمار راشد اکېډمیک سړی دی او په حکومتي او خصوصي ادارو کې یې دنده کړې ده.
عمار راشد د اسلام اباد قاید اعظم پوهنتون او د پاکستان ډيولپمنټ ایکانومیکس انستیتیوت کې زدکړې کړې او بیا یې د برتانیا سسیکس پوهنتون کې ماسټري کړې ده.
نوموړی دا مهال پنجاب کې د عوامي ورکرز ګوند مشر دی.
عمار له موسیقي سره هم مینه لري او سیاسي غونډو کې انقلابي سندرې او شعرونه وايي.
طوبا سید وايي، عمار تر ډېره د ښوونې، روغتیا، عوامي پالیسۍ، اقتصاد، هېوادني پرمختګ او مالیې اړوند موضوعاتو څېړنه کړې او درس یې پکې ور کړی دی.
محسن ابدالي

د عکس سرچینه، TWITTER/@@AIMAMK
د لاهور محسن ابدالي پنجاب پوهنتون کې د کرنې ښوونځي د ماسټرۍ زدکوونکی دی.
د هغه ټولګیوالو بي بي سي ته ویلي چې ابدالي په ګوته شمار ځیرکو زدکوونکو کې یو دی.
نوموړی ټولنیز فعال هم دی. د کرنې او چاپېریالي بدلون په هکله یې ټولنې هم جوړې کړې دي.
د عوامي ورکرز ګوند غړې طوبا سید وايي، د محسن په کور چاپه اچول شوې او بېول شوی دی.
د محسن ورور عمرخان بي بي سي ته وویل، ورور یې د لاهور لېبرټي چوک کې د منظور پښتین د نیولو خلاف مظاهره کې ګډون کړی و، ځکه پولیسو د شپې له کور یووړ.
عمرخان دا هم وايي، چې څو پولیسو درېشۍ لرلې پاتې ولسي جامو کې و او له یوه کس پرته نورو ټولو وربزونه وهلي و.
د کسانو د خوشي کولو غوښتنه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه ویلي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې خپل ځای لري، خو که څوک د هېواد قانون ماتوي، نیول کېږي.
خو د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او سیاسي فعالانو نیول غندلي او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې فعالان خوشي کړي.
د دې کمېسیون په بیان کې ویل شوي، داسې هیڅ یې نه دي لیدلي چې وښيي نیول شویو کسانو تاوتریخوالی کړی، خو پولیسو دغه احتجاج کوونکي وهلي ټکولي دي.








