منظورپښتین:"که په اټوم بم مې هم کېنوي له خپلې مبارزې نه شاته کېږم"

د عکس سرچینه، Social Media
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له نیول کېدو اووه ورځې وروسته نن/پنج شنبه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته حاضر کړای شو.
منظور پښتین محکمې ته په زغره وال پوځي ګاډي کې داسې حال کې راوستل شو چې لاسونو کې یې هتکړۍ/ولچکې وي او ګڼ امنیتي کسان ترې را تاوو وو.
ښاغلي پښتین چې محکمې ته له ننوتي مخکې یې په لاره کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، تکلیف دی ورته خو زیاتوي:" چې که په اټم بم مې هم کېنوي ، دریځ مې همغه دی چې وو."
نوموړي له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې دده په ټکو مزاحمت ته دوام ورکړي او خپله مبارزه پرېنږدي.
د محاکمې بهیر
منظور پښتین محکمې له وړاندې کولو وروسته بېرته زندان ته لېږل شوی او د رپوټونو له مخې اړوند قاضي د پولیسو هغه غوښتنه رد کړې چې بېرته یې دوی ته وسپاري.
د محاکمې په لړ کې پولیسو له قاضي غوښتي چې ښاغلی پښتین د نورو څېړنو لپاره ورته وسپاري خو قاضي پولیسو ته ویلي چې اووه ورځې یې پوره وخت درلود چې له نوموړي یې پلټنې بشپړې کړې وی.
د پښتین وکیلانو بیا ویلي تمه لري چې نوموړی د راتلونکې دوشنبې په ورځ/ ډيسمبر په ۱۸ بیا محکمې ته وړاندې کړي او په ضمانت خوشی شي.
خو دوی اندېښن دي چې ښایې په نوموړي پسې نورې قضیې را وباسي.
دا مهال په منظور پښتین تور دی چې په اسلام اباد کې یې پلویانو له پولیسو سره اخ او ډب کړی او دارنګه د دوی په اصطلاح" د سرکار په کار کې لاس وهنې کوي."
منظور پښتین د روان ډیسمبر میاشتې په څلورمه چمن پرلت ته په لاره وو چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د عکس سرچینه، PTM
د منظور له نیولو کېدو مخکې د نوموړي پر موټر "ډزې" هم شوې وې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین داسې مهال زندان کې پاتې کېږي چې د نوموړي پلویانو په پاکستان کې دننه او ځینو نورو هېوادونو کې اعتراضي لاریونونه جاري ساتلي.
پښتون ژغورنې غورځنګ دا هم ویلي چې ځینې کسان یې د لاریونونو پر مهال نیول شوي دي.
دغه غورځنګ دا هم وایي چې په چمن کې د پرلت کوونکو ځینې غړي هم نیول شوي او د ځینو په کورونو چاپې وهل کېږي.
په چمن کې ولسي خلک کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې د پاکستان د حکومت ددې پرېکړې په غبرګون کې په پرلت ناست دي چې په ډیورند کرښې تګ راتګ لپاره باید پاسپورت او وېزه لرل جبري شي.








